د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ عدالت د قادر خان اېډوکېټ زوی خوشې کړو


د سیند بارکونسل غړي، د کراچۍ پریس کلب مخې ته د رینجر ځواکونو خلاف مظاهره کوي.
د سیند بارکونسل غړي، د کراچۍ پریس کلب مخې ته د رینجر ځواکونو خلاف مظاهره کوي.

د کراچۍ یو عدالت د قادر خان ایډوکیټ د زوی، اسد خان د خوشې کولو امر وکړ.

پولیسو نوموړی د جنورۍ پر اتمه د کراچۍ د ختیځې ضلعې جوډیشل مجسټریټ ته وړاندې کړ چې یاد عدالت یې د خوشې کولو امر وکړ. د هغه پلار قادر خان ایډوکیټ مشال راډیو ته وویل چې زوی یې د جزا د قانون د ۶۳مې مادې پر اساس خوشې کړل شوی دی.

د کراچۍ پولیسو تېره ورځ ویلي وو چې اسد خان د مخدره موادو په یوه قضیه کې نیول شوی دی. د کراچۍ دختیځې ضلعې د پوليسو یو مشر اېس اېس پي قمر رضا جسکاني د جنورۍ پر اوومه مشال راډیو ته وویل، نوموړی د ۲۰۱۸ز کال په يوه پخوانۍ مقدمه کې نیول شوی دی او پولیسو ترې ۱۲۰ ګرامه چرس ترلاسه کړي دي.

بل خوا قادرخان ایډوکیټ دغه تورونه ردوي او وايي چې رینجرو یې په کور چاپه وهلې، ماشومان یې ځورولي او د هغه زوی یې له ځانه سره وړی دی. موږ د قادر خان د دعوې په اړه په کراچۍ کې د رېنجرز ځواک له ویاند سره رابطه وکړه خو ورسره په خبرو و نه توانېدو.

پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو انځورونو کې ښودل کېږي چې اسد خان د جنورۍ پر اتمه، په داسې حالت کې عدالت ته بېول کېږي چې لاسونو کې یې هتکړۍ پرتې دي.

د پښتون ژغورنې غورڅنګ یو فعاله غړي ادریس پشتین د جنورۍ پر اتمه پر خپلې فیس بک پاڼې د اسد خان انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي، د اسد خان ګناه دا ده چې د هغه پلار د خپل مظلوم قام د بچو پوښتنه کوي.

قادر خان ایډوکیټ له وزیرستانه د قامي اسمبلۍ د استازي علي وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو نیولو شویو غړو وکالت کوي او پر هڅو یې د پي ټي اېم یو شمېر ملګري خوشې شوي هم دي. هغه د سیند بار کونسل غړی دی. د کراچۍ پولیسو د نوموړي د زوی خلاف مقدمه درج کړې ده.

هلته د کراچۍ د وکیلانو اتحادیې (سیند بار کونسل) د جنورۍ پر اوومه، په یوه مظاهره کې د قادرخان ایډوکیټ په کور د چاپې غندنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که چیرې اسدخان په ۲۴ ساعتونو کې خوشې نه کړل شو نو په ټوله صوبه کې به له عدالتونو بایکاټ وکړي.

د جنورۍ پر اوومه په دغه اړه د کراچۍ پریس کلب مخې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او مدني فعالانو هم احتجاجي مظاهره وکړه. دوی غوښتنه کوله چې د قادرخان په کور د چاپې د ذمه وارو پر ضد دې قانوني کاروايي وشي.

XS
SM
MD
LG