د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د علي وزیر د مقدمې پرېکړې اورول د جنورۍ تر ۳۱مې وځنډول


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر د ضمانت په اړه د عدالت له خوا د پرېکړې اورول د جنورۍ تر ۳۱مې ځنډول شوې ده.

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د ۲۰۲۱ کال د ډېسېمبر پر ۲۸مه، د علي وزیر د ضمانت په خواست پرېکړه د جنورۍ تر ۱۵مې نېټې پورې ځنډولې وه. خو د علي وزیر وکیل قادرخان ایډوکیټ د جنورۍ پر ۱۵مه، مشال راډیو ته وویل چې د پرېکړې اورول د جج د ناروغۍ له کبله ځنډېدلي دي.

یاده دې وي چې علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال د دسمبر پر ۱۶مه پوليسو په پېښور کې نيولی او وروسته یې سند صوبې ته لېږلی و. پولیسو پر هغه تور پورې کړی چې پروسږ کال د دسمبر پر ۶مه د کراچۍ په سهراب ګوټ جلسه کې یې د تقریر په وخت، د رياست او ریاستي ادارو پرضد ويناکړې وه. خو پښتون ژغورنې غورځنګ د پوليسو دغه تورونه بيا بيا رد کړي او وايي چې دوی له قانونې او پرامنه لارې د پښتنو حقونه غواړي.

علي وزیر دا تورونه ردوي او د پاکستان سپریم کورټ په دې مقدمه کې د هغه ضمانت منظور کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۱۴مه، په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په بلنه د علي وزیر په ګډون د یاد غورځنګ د یوشمېر نورو بندي غړو د راخوشې کولو لپاره احتجاجي مظاهره وشوه.

د غورځنګ مشر منظور پښتين په خپله وینا کې وويل چې علي وزیر هېڅ ناقانونه کار نه دی کړی او بايد زر تر زره خوشې کړل شي.

په اسلام اباد کې د علي وزير د ګرفتارۍ پرضد مظاهره وشوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:43 0:00

منظور پښتین وویل، علي وزیر د جنوبي وزیرستان د واڼه له یوې داسې سیمې دی چې هلته تر ټولو مخکې یې د بهرنیو ترهګرو پروړاندې لښکر جوړ کړي ول. او د دې په نتیجه کې د علي وزیر پر کورنۍ پر له پسې بریدونه وشول چې پکې د ده د کورنۍ ۱۸ تنه ووژل شول.

د نوموړي په وینا، ریاست په ظاهره د ترهګرۍ ضد جګړې دعوې کوي خو احسان الله احسان یې په بنګلو کې کښېنولی او علي وزیر یې جېل ته اچولی دی. ده وویل چې نن پر علي وزیر د ترهګرۍ دفعات لګول شوي دي. د ترهګرۍ په دفعاتو کې راو انوار او احسان الله احسان تر اوسه و نه نیول شول. بلکې هغه خلک یې نیولي دي چې د ترهګرۍ خلاف دي.

یاده دې وي چې احسان الله احسان په تېر کې د تحریک طالبان پاکستان ویاند و او راو انوار په کراچۍ کې د یوه پښتانه ځوان نقیب الله مسید په ګډون د ګڼو نورو کسانو په جعلي پولیس حملو په وژنو عدالت تورن ګرځولی و.

XS
SM
MD
LG