نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
حقاني دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې طالبان پر نړیوال کچ له انتقاد او سخت فشار سره مخامخ دي خو هغوی وايي، پر دې موضوع یې بحث ته دوام ورکړی دی او دا چې هڅه کوي چې د نجونو د تعلیم لپاره مناسبه فضا برابره کړي.
په خوست کې درزیان (خیاطان) وايي، د اختر له راتګ سره یې کاروبار ښه شوی دی. دوی همداراز ګڼي د امنیتي ستونزو کمېدلو یې هم پر کاروبار مثبت اغېز کړی دی. په افغانستان کې د اختر لپاره د نویو جامو ګنډل پخوانی دود دی. ویډیويي رپورټ.
د طالبانو حکومت په بیا بیا ویلي دي چې د نجونو د زده کړو د لازمو شرایطو تر برابرولو وروسته به یې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي بیا پرانیزي خو پر ژمنه سربېره یې سږ کال د مارچ پر ۲۳مه د نجونو مکتبونه بیا خلاص نه کړل.
په خوست کې ګڼو خلکو د هغه ولایت پر یوشمېر کلیو د پاکستانیو ځواکونو بمباري غندلې. د اپرېل پر ۱۶مه مازیګر مهال د خوست اوسېدونکي د ښار منځ ته ورغلي ول او هلته یې د پاکستان ضد نعرې ووهلې.
په پکتیا کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، چې پکتیا غږ راډیو د اقتصادي ستونزو له کبله خپرونې بندې کړي او کله چې يې دا ستونزې حل شي، بېرته به خپل نشریات پیل کړي.
د افغانستان د خوست اوسیدونکي د روژې په روانه میاشت کې د خوراکي توکو د بیو له لوړیدو شکایت کوي او غوښتنه کوي چې مسوولې ادارې دې د توکو د نرخونو کنټرول ته پاملرنه وکړي. دوی وايي، د خلکو اقتصاد کمزوری دی خو د توکو بیې په ځانګړې توګه په روژه کې په لوړیدو دي.
د روان ۲۰۲۲ز کال د اپریل پر اوله د خوست شېخ زاید پوهنتون له شپږو پوهنځیو څخه د ۳۳ ښځو په ګډون ۸۳۰ کسان فارغ شول. فارغ شوي زده کوونکي وايي چې د دوی لپاره دې د ماسټرۍ او پي اېچ ډي پروګرامونه پیل کړل شي تر څو د هغوی کاري وړتیاوې لوړې شي.
دوی وايي، د اوسني وخت مسولیت دی چې فارغ شویو ځوانانو لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې د زده کړو زمینه برابره شي، تر څو په خپلو مسلکونو پوره برلاسي شي.
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، د روغتیا، پولیسو او ځینو نورو برخو کې چې ټولنې ورته اړتیا ده، دوی ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې او په نورو برخو کې هم چې ورته اړتیا پيښيږي، هغو ته به ښځې جذبیږي.
د سیمې یوه اوسېدونکي خلیل الرحمان قلمیار مشال راډیو ته وویل، چاودنه هغه مهال وشوه چې خلک د جمعې تر لمانځه وروسته له جومات وروتل.
د افغانستان د یوشمېر نورو ولایتونو ترڅنګ د خوست شیخ زاید پوهنتون هم د فبرورۍ پر ۲۶مه د نجونو او هلکانو پرمخ پرانیستل شو. د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې چې پر افغانستان طالبان واکمن شول نو په اکثریت ولایتونو کې تر شپږم ټولګي وروسته د نجونو تعلیمي بهیر ودرېد. ویډیويي رپورټ.
د شیخ زاید پوهنتون په دروازه کې د محصلانو د هرکلۍ لپاره ځانګړي مراسم نیول شوي ول، د خصوصي ښوونځیو نجونو او هلکانو د پوهنتون محصلانو او استادانو ته د ګلونو ګلدستې ورکړې.
د خوست سلګونه اوسېدونکو او ځوانانو د هغه ښار پر متون غونډۍ د ((زرغون خوست)) په نوم د نیالګیو او ونو کښېنولو مېله پیل کړې ده. د خوست ښاروالۍ په مرسته جوړه شوې مېله به درې ورځې روانه وي. د خوست اوسېدونکي او ځوانان له وروستیو یوشمېر کلونو راهیسې د ښار په مختلفو برخو کې د پسرلي په راتګ ونې کښېنوي.
قومي مشر توریالی منګل مشال راډيو ته وويل چې په دې قومي پرېکړو کې دا هم ول چې ښځې باید په دښمنیو کې ورنکړل شي.
د شیخ زاید پوهنتون استاد رباني وحدت مشال راډيو ته وویل، له حقوقي نظره هېڅوک حق نه لري، چې د افغانستان پانګه کنګل او د تاوان په نوم يې په خپلو وګړو وویشي.
په خوست کې د سرې میاشتې سازمان له ۱،۰۰۰ بې وزله کورنیو سره د هغو خوراکي توکو مرسته کړې ده چې د جرمني یوه خیریه بنسټ افغانستان ته لېږدولي دي. د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې اقتصادي ستونزې زیاتې شوې دي او ملګري ملتونه وايي، د هېواد مېلیونونه وګړي له لوږې
د طالبانو حکومت د خوست له زندان او توقیف خونو څخه لسګونه بندیان خوشې کړي دي. د ولایت د بېلابېلو ادارو یو ګډ پلاوي د هغو کسانو قضیې ارزولي او بیا یې د خوشې کولو امر کړی. هغو کسانو په وروستیو کې شکایت کړی وو چې له میاشتو راهیسې بندیان دي او د قضیو پوښتنه یې نه کېږي. هغه پلاوي ویلي چې د بندیانو جرمونه
نور وښیئ