د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د طالبانو په اعلان اختر لمانځل شوی دی


په کابل کې يو طالب وسله وال د اختر د لمانځه په وخت د پېرې په حال کې
په کابل کې يو طالب وسله وال د اختر د لمانځه په وخت د پېرې په حال کې

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر اعلان وروسته، د مې په لومړۍ نېټه په دغه هېواد کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

سعودي عرب د مې دويمه نېټه د کوچني اختر اعلان کړی دی. طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې په زور واک ته ورسېدل.

دا اختر د دوی تر واک لاندې د اوسيدونکو افغانانو لومړی اختر دی. په دې موقع په بېلابېلو ښارونو کې د اختر لمونځونه وشول خو د تېر په نسبت پکې ډيره ګڼه ګوڼه نه لېدل کېدله.

داسې يو حکومت پکار دی چې ټول افغانان پکې ځان وويني
مراد شمس

په خوست کې ځايي‌اوسیدونکو د اختر تر لمانځه وروسته، له مشال راډيو سره په خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې د امن راوستلو ته پام زیات کړي او داسې حکومت جوړ کړي چې ټولو خلک په کې ځان وویني.

مدني فعال شمس مراد د مې په لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې وروستۍ چاودنې او د ملکیانو مرګ ژوبله د انديښنې وړ ده او ښکیل اړخونه دې په سوله تمرکز وکړي.

نوموړي زیاته کړه: "د افغانستان په قضیه کې له ښکیلو اړخونو مو هیله داده چې نور د جګړې پر ځای پر سوله او امن بحث وکړي. وروستئ پېښې واقعاً بوږنوونکې وې، د اختر خوند او ښکلا يې څو برابره کمه کړله. له مسوولینو مو غوښتنه داده چې پر پراخ بنسټه حکومت فکر وکړي تر څو ټول هېوادوال مو په دې دولت کې ځان وویني او د ټولو هېوادوالو هیلې پوره شي."

په خوست کې خلک يو بل ته د اختر مبارکي ورکوي
په خوست کې خلک يو بل ته د اختر مبارکي ورکوي

په خوست کې د معلولینو د یوې اتحادیې مشر صاحب منګل وايي، تېرو اخترونو کې به امنيتي مشکلات ډېر وو خو اوس په هېواد کې څه نا څه امن راغلی دی.

نوموړي له اوسنیو چارواکو وغوښتل چې یو داسې پراخ بنسټه نظام جوړ کړي چې په هغه کې د ټولو قومونو او ملیتونو ونډه وي. د خوست اوسیدونکی حاجي عزیزالله وايي که افغانان یو بل وزغمي، نو په دې هېواد کې به دایمي سولې او امن ته لاره هواره شي.

هغه زیاته کړه: "سږ کال الحمدالله مو عید ډېر په خوښۍ کې لمانځو، ځکه هغه وروڼه چې پخوا د جنګ په صحنه کې وو، نن سبا يې په ښار کې وینو، هغه کسان چې په ښار کې وو او یو بل نشو زغملی نن په یو دسترخوان ناست دي، په یو جومات کې لمونځ کوي، د یو بل مبارکۍ ته ورځي، له ټولو افغانانو هیله کوم چې یو بل وزغمي، تر څو دایمي سوله او امن راشي. "

د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوند د اختر په پېغام کې پر نړيوالو غږ کړی چې د دوی حکومت په رسمیت وپيژني خو د طالبانو د سختو قوانينو د نرمولو په اړه یې هېڅ نه دې ويلي.

د يادونې ده چې طالبانو د رسنيو لپاره حدونه ټاکلي، پر موسیقۍ یې بندیز لګولی، د ښځو پر کار محدوديتونه عملي‌ شوي او له بلخ پرته د افغانستان په پاتيو ټولو ۳۳ ولایتونو کې نجونو ته له شپږم پورته د زده کړو اجازه نه ورکوي.

د دې سختدريځۍ له کبله، د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. نړۍ سره د رسمي اړيکو نه درلودو له وجې، نړیوالې مالي مرستې کمې دي. د طالبانو د حکومت په مهال کارخانې تړلې اواقتصاد خراب شوی دی چې له وجې یې بې روزګاري ډېره شوې ده.

دې ته په کتو د خوست ښار یو اوسیدونکی بصیر بینا بیا له شتمنو او بډایه خلکو غواړي، چې د خپل وس سره سم له کونډو، یتیمانو او بې وزلو سره مرسته وکړي. دی وايي، د خلکو اقتصادي ژوند خراب دی او ډیری خلک د بډایه وطنوالو مرستې ته اړتیا لري.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د روژې په مياشت کې په بېلابېلو ښارونو کې ګڼ‌بریدونه وشول. په اکثره دې حملو کې جوماتونه په نښه شول او د رسنيو د شمیرو ترمخه پکې په سلګونو خلک ووژل شول. د ځينو دې بریدونو مسوليت داعش وسله والې ډلې منلی.

XS
SM
MD
LG