د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر خوست د بمبارۍ پرضد مظاهره شوې


پر خوست د بمبارۍ پرضد مظاهره شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:25 0:00

په خوست کې ګڼو خلکو د هغه ولایت پر یوشمېر کلیو د پاکستانیو ځواکونو بمباري غندلې. د اپرېل پر ۱۶مه مازیګر مهال د خوست اوسېدونکي د ښار منځ ته ورغلي ول او هلته یې د پاکستان ضد نعرې ووهلې. د عیني شاهدانو په وینا، پر هم هغه ورځ پیشلمي مهال په بمبارۍ کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د طالبانو حکومت ویلي دي چې د دې ډول پېښو تکرار به بدې پایلې ولري. هلته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د ډېورنډ کرښې له هغې خوا څخه په پاکستان کې پر امنیتي سرتېرو د وسله والو د "زیاتېدونکو" حملو مخه ونیسي. په بیان کې پر خوست او کونړ د حملو په اړه هېڅ نه دي ویل شوي خو زیاتوي چې اسلام اباد د "افغانستان د خپلواکۍ، ازادۍ او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی" کوي. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG