د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست شیخ زاید پوهنتون سلګونه فارغان کاري فرصتونه غواړي


د خوست د شېخ زاید پوهنتون د محصلینو فراغت غونډه
د خوست د شېخ زاید پوهنتون د محصلینو فراغت غونډه

د خوست شیخ زاید پوهنتون څخه فارغ شوي محصلین د طالبانو له حکومته غواړي چې دوی ته دې د خپلو مسلکونو سره سم په حکومتي او غیر حکومتي ادارو کې د کارکولو لارې برابرې کړي.


دوی وايي، د اوسني وخت مسولیت دی چې فارغ شویو ځوانانو لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې د زده کړو زمینه برابره شي، تر څو په خپلو مسلکونو پوره برلاسي شي.

محصلینو یادې څرګندونې د شپږو پوهنځیو څخه د ۸۳۰ کسانو د فارغیدو په پار د هغې غونډې په څنډه کې مشال راډیوته وکړې، چې د اپریل په اوله نېټه د شیخ زاید پوهنتون په انګړ کې جوړه شوې وه.

د شیخ زاید پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي فارغ نصیراحمد شهاب مشال راډیو ته وویل: "د هېواد د بیلابیلو سیمو محصلان فارغیږي، دا به انشاالله وطن ته خدمت کوي، د حکومت څخه به زموږ غوښتنه دا وي، چې کاري فرصتونه ډیر کړي، تر څو دا ځوانان پردیو هېوادونو تګ ته مجبور نه شي.

د خوست د شېخ زاید پوهنتون د محصلینو فراغت غونډه
د خوست د شېخ زاید پوهنتون د محصلینو فراغت غونډه

د ښوونې روزنې پوهنځي فارغ انځرګل بیدار هم وویل چې دوی ته دې کاري زمینې برابرې شي:"د مسوولو چارواکو څخه مو په راتلونکې کې غوښتنې دادي چې موږ ته کاري زمینه سازي وشي، پر موږ خواري شوې ده، تر څو دغه ځوریدلي ولس ته یو څه وړاندې کړو."

د اقتصاد پوهنځي فارغ محمداقبال وايي، ځوان مسلکي کادرونه د هېواد د زیربناوو په رغولو کې ښه رول لوبولی شي. نوموړی زیاتوي، افغانستان د مخ پر وده هېوادونو له ډلې څخه دی، چې ډېرو پرمختیايي پروژو ته اړتیا لري، او په دې برخه کې مسلکي کادرونه ډېر ګټور تمامیږي.

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د مالوماتي سیستم د څانګې فارغ مطیع الله منګل خپل فراغت ته خوښ دی او وايي، په اوس وخت کې اړتیا ده چې دوی لپاره د ماسټری د زده کړو زمینه هم برابره شي، تر څو کاري وړتیا يې لوړه شي او د ښه خدمت کولو جوګه شي.

د خوست د شېخ زاید پوهنتون د محصلینو فراغت غونډه
د خوست د شېخ زاید پوهنتون د محصلینو فراغت غونډه


د خوست شیخ زاید پوهنتون یو تن استاد پوهنمل اسدالله تڼي وویل، نوي فارغ شوي محصلین باید ناهیلې نه شي، بلکې خپلې وړتیا دې وښيي تر څو په مناسبو ځایونو کې په دندو وګمارل شي.

بل لوري ته د خوست شیخ زاید پوهنتون چارواکي د فارغو شویو محصلینو غوښتنې پر ځای بولي او وايي، په دې له مخکې ځینې کارونه شوي دي.

د پوهنتون رئیس انجینر معاویه وايي، د فارغو محصلانو د کارموندنې لپاره له اړوندو حکومتي او غیرحکومتي ادارو سره په اړیکه کې دي. نوموړي زیاته کړه، د دوی څو پوهنځي د دې ظرفیت لري، چې په هغو کې د ماسټری د دورې پروګرام پیل شي او په دې اړه د لوړو زده کړو وزارت موافقه کړې ده.

د سرچینو د مالوماتو له مخې سږ کال به د خوست له شیخ زاید پوهنتون څخه د ۳۳ ښځینه وو په ګډون ټول ۱۵۵۲ تنه فارغ شي. چارواکي وايي، هڅه کوي د شپې پوهنځي ډېر شي، تر څو په کار بوختو ښځو او نارینه وو ته په غیر رسمي وختونو کې د تحصیلاتو زمینه برابره شي.

شیخ زاید پوهنتون دا مهال په خپلو ۱۲ پوهنځیو کې د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو څخه شاوخوا ۷۵۰۰ محصلین لري، چې نږدې ۵۰۰ يې ښځې او نجونې دي.

XS
SM
MD
LG