فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
د اپریل پر څلورمه په نړۍ کې د ځمکلاندې ماینونو په اړه د پوهاوي ورځ ولمانځل شوه. په دې اړه په خېبر ضلع کې د جګړو او ځمکې ماینونو له کبله ژوبل شویو او معذوره شویو کسانو له مشال راډیو سره خپلې کیسې په دې ویډیو کې داسې بیانوي. ویډیو: فرهاد شینواری.
د خیبر انتظامي چارواکي وایي قومي لښکر د مارچ پر ۲۳مه په کټه کوشته سیمه کې د خیبر درې پر لار د پاکستان د لویو سړکونو د ادارې له خوا جوړه شوې ټول پلازه ړنګه کړې ده.
د خېبر پښتونخوا د خېبر قبايلي ضلعې په کټه کشته سیمه کې د لويو لارو د قامي ادارې (اېن اېچ اې) لخوا د ټېکس اخیستو پرضد ټرانسپوټرانو نن [مارچ ۱۶مه] پینځه ساعته وروسته خپل احتجاج ختم کړ او د خېبر درې لاره پرانيستل شوه.
امین ګل اپریدی د خیبر د جمرود سندرغاړی دی چې د کلونو تر ناامنۍ وروسته یې بیا سندرې ویل پیل کړي. دی وايي، اوس په ښکاره ولسي ځایونو ته ځي او د موسیقۍ محفلونه جوړوي. د امین ګل اپریدي خبرې او د سندرې یوه برخه په دې ویډیو کې وګورئ.
د خیبر پښتونخوا په خیبر قبایلي ضلع کې تر اوسه په زرګونه کسان په کالدانه یا لشمینیا ناروغۍ اخته شوي دي.
د خېبر د باړې په برقمبر خېلو سیمه کې د جوډو په یوه کلب کې ۱۸کلن قیصر اپریدی نړیوالو سیالیو لپاره تیارې کوي. نوموړی وايي، شاوخوا ۲۰ کورني او نړیوال میډالونه یې ګټلي او غواړي نړیوال مقام هم تر لاسه کړی. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ وګورئ.
د حمزه بابا د ۲۵ تلین د لمانځلو په پلمه په لولړګي کې یوه غونډه وشوه چې پکې د پشتو ژبې اوسمهالو لیکوالو خبرې وکړې.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مشر وايي، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کمېدو لامل دا دی چې پاکستان د ټرانزېټ سوداګرۍ په موافقه کې داسې مشکلات پیدا کړي ول
باړې او تیرا سره تعلق لرونکي سیکان وایي، هلته د دوی شاوخوا تر ۱۵۰ کورنیو ژوند کاوه خو اوس بې ځایه شوي دي.
د خیبر د باړې د خبریالانو مرکز شاوخوا ۱۰ کاله وروسته بیا پرانیستل شوی دی. امنیتي او انتظامي چارواکو د جنورۍ پر ۱۹مه خبریالانو ته مرکز وسپاره چې پکې د هغوی هلې ځلې پخوا درېدلې وې. د باړې د خبریالانو مرکز مشر خیال مت شاه اپریدی وايي، د ناامنیو له کبله خبریالان له مشکلاتو سره مخامخ ول.
د جنورۍ پر اوومه د خیبر په باړه کې شاوخوا ۱۰ کاله وروسته د څارویو مېله لګېدلې ده. منتظمین وايي، دا مېله پخوا دومره مشهوره وه چې له کندهار او خوسته به هم خلک ورتلل او د څارویو او مرغانو سوداګانې به یې کولې. د باړې د دې مېلې په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خیبر قبایلي ضلعې د تعلیم محکمې چارواکي وایي چې په خېبر کې د پنځو کالجونو په کډون ټولې ۶۷۴ تعلیمې ادارې شته چې په دې کې شاوخوا۱۵۰سرکاري سکولونو ته وسله والو زیان اړولې و او ۶۸ یې په بشپړه توګه له منځه وړي.
د خیبر د باړې ۲۶ کلن شېر عالم اپریدی شاوخوا دوه کاله مخکې له کوره ووت او په ناقانونه توګه اروپه ته روان شو. کورنۍ یې وايي، د ۲۰۱۷ز کال په مارچ کې هغه ایران کې وو چې ورسره یې رابطه پرې شوه.
د خیبر ټرانسپورټرانو او حکومتي چارواکو ترمنځ تر خبرو اترو وروسته مظاهره چیانو خپل احتجاج ختم کړی او د خیبر او تورخم ترمنځ لار یې د ټریفک لپاره خلاصه کړې ده.
د قبایلي سیمې خیبر ټرانسپورټرانو په سیمه کې د (اېن اېچ اې) د ټول پلازې او له ډرېورانو څخه د ټیکسونو پر اخیستو نیوکه کړې.
د ډېسېمبر پر ۱۹مه د خیبر قبایلي ضلعې په لواړګي کې ولسي جرګه وشوه چې یو شمېر چارواکو او ځایي مشرانو پکې ګډون وکړ.
د قبایلي سیمو د ځوانانو جرګې مشران او غړي وايي، په اکتوبر کې د امریکا تعلیمي سفر ورزده کړل چې محلي حکومتداري څنګه کېږي او اصلاحات په څه ډول عملي کېدای شي. دوی مشال راډیو ته وویل، هڅه کوي چې تر لاسه کړې تجربه په قبایلو کې او د خلکو د ژوند ښه کولو لپاره وکاروي. د دوی په خبرې په ویډیو کې وګورئ.
د نومبر پر ۱۵مه، د پولیس افسر طاهر خان داوړ د جنازې لمونځ دوه ځلې وشو. لومړی سرکاري چارواکو یې د جنازې لمونځ وکړ او وروسته ماخوستن مهال یې د کورنۍ غړو او خپلوانو سره د ګڼو مشرانو او فعالانو جنازه وکړه او بیا یې خاورو ته وسپاره. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د نومبر پر ۱۵مه، په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو افسر طاهر داوړ د جنازې دوه لمونځونه وشول. لومړی، ماښام مهال، د پاکستان لوړپوړو
په تورخم کې چارواکي وايي د خوګاخېلو د قام د مظاهرې له وجې يې نن (د اکتوبر په دېرشمه) د لږ وخت لپاره د تورخم دروازه تړلې وه. دغه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته نن وويل چې کوښښ کوي د مظاهره چيانو ستونزې حل کړي.
نور وښیئ