د لاسرسي ځای

تازه خبر

'خېبر کې د ړنګو شوو ښوونځيو د بیا رغونې کار پېل شوی'


په خېبر کې يوه تعلیمي اداره.
په خېبر کې يوه تعلیمي اداره.

د خیبر قبایلي ضلعې د تعلیم محکمې چارواکي وایي چې په خېبر کې د پنځو کالجونو په کډون ټولې ۶۷۴ تعلیمې ادارې شته چې په دې کې شاوخوا۱۵۰سرکاري سکولونو ته وسله والو زیان اړولې و او ۶۸ یې په بشپړه توګه له منځه وړي.

خو اوس دغه ټول فعاله کړل شوي ځېنې سکولونه بيا جوړ شوي، پر ځېنو تعمیراتي کار روان دی او ځېنې په خیمو کې اباد کړل شوي دي.

د خېبر ضلعې د تعلیم محکمې یو مشر جدون خان وزیر د جنوري پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، د شاوخوا۵۰ ویجاړ شوو سکولونو د بیا بحالۍ سروې وشوه او ډېر ژر به یې تعمیراتي کار پېل شي.

د باړې یو مشر هاشم خان اپریدی وایي، ۱۰ کاله پوره شول خو دغه سکولونه جوړ نه شول، پکار ده چې اوس یې تعمیراتي کار تېز کړل شي.

د خیبر د تعلیم محکمې چارواکي وایي چې د جګړو او پوځي عملیاتو له کبله د دغې سیمې خلکو کډې کړې وې خو اوس ورته ټول کډوال بېرته ستانه شوي او شاوخوا ۲۷۰۰۰ ماشومان په سرکاري سکولونو کې داخل کړل شوي او لا هم د نورو ماشومانو د داخلولو لپاره کار روان دی.

XS
SM
MD
LG