د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر مشران وايي، د ټول پلازې په نامه نوي ټیکسونه نه مني


تورخم لار.
تورخم لار.

د قبایلي سیمې خیبر ټرانسپورټرانو په سیمه کې د (اېن اېچ اې) د ټول پلازې او له ډرېورانو څخه د ټیکسونو پر اخیستو نیوکه کړې.

د پاکستان د لویو لارو د ادارې (اېن اېچ اې) مشر مجتبا مېمن د دسمبر پر ۲۰مهپر خیبر دره د ټول پلازې پرانیسته وکړه چې ورسره سم له ګاډو څخه پیسې اخیستل پیل شول.

دا سږکال د مې په پای کې په خیبر پښتونخوا د قبایلو تر ورګډولو وروسته په هغه سیمه کې لومړۍ ټول پلازه ده.

خو د خیبر د ټرانسپورټرانو ټولنې مشر شاکر اپریدي مشال راډیو ته وویل چې دوی د سړک مالیې یا ټیکس ته تیار نه دي.

یو ځايي مشر ملک صلاح الدین وویل چې کله قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ګډول کېدې نو له دوي سره ژمنه شوې وه چې تر پنځو کلونو به د دې سیمو له ولس څخه ټیکسونه نه اخیستل کېږي.

نوموړي وویل چې حکومت د دوي په سیمو کې تر ترقیاتي کارونو وړاندې پر دوي د ټیکسونو لګول پیل کړي دي کوم چې د ده په وینا د حکومت له خوا د خپلو کړو وعدو خلافي ده.

بل خوا د اېن اېچ اې مشر مجتبا مېمن وايي، د خیبر پر ټول پلازې یوازې له هغو ګاډو پیسې اخلي چې افغانستان ته مالونه وړي او د سیمې اوسېدونکي دې یې مخالفت نه کوي.

ده وویل چې دا امدن به له پېښور تر تورخمه د نوې موټروې پر جوړولو او وار له مخه موجود سړک پر مرمت لګوي.

د یادونې وړ ده چې د خیبر مشرانو د دسمبر پر ۱۹مه په لواړګې کې د یو جرګې په ترڅ کې د نورو مسلو تر څنګ حکومت ته دا هم په ډاګه کړې وه چې پر طورخم یې کاروبارونه ډېر زیات اغېزمن شوي دي.

طورخم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لار ده چې کاروبار پرې زیاتره دواړو خواوو ته مېشت پښتانه کوي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG