د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم دورازه بيا پرانيستل شوه


د تورخم دروازه

په تورخم کې چارواکي وايي د خوګاخېلو د قام د مظاهرې له وجې يې نن (د اکتوبر په دېرشمه) د لږ وخت لپاره د تورخم دروازه تړلې وه. دغه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته نن وويل چې کوښښ کوي د مظاهره چيانو ستونزې حل کړي.

تر دې مخکې تورخم سره نيزدي اوسېدونکو، د خوګا خیل قوم وګړو د پاکستان تعمیراتو او رسد سرکاري کمپنۍ (نیشنل لاجسټک سیل) د چارواکو د سختې رویې خلاف احتجاجي مظاهره وکړه. دوی د نېشنل لاجسټک سیل له خوا لګول شوي د سختو قوانینو ساین بورډونه رامات کړل او پر سړکونه ودرولي خنډونهیی ليري کړل. تر دې وروسته چارواکو د تورخم دروازه وتړله.

په دې احتجاج کې ځایی مزدوران، د کسټم کلیرنګ ایجنټس اتحاديې غړي او ځایي سوداګر شامل وو. دوی ویل چې قبایلو لپاره دې په تورخم دروازه افغانستان سره د ویزې شرط ختم کړل شي. دوی همداراز وغوښتل چې چارواکي دې روانه کړې سختي بس کړي او خلکو ته دې د خنډونو جوړولو پر ځای اساني ورکړي.

دا هم ولولئ: پاکستان او افغانستان مخ پر ځوړ تجارت

په دوی کې ځينو وويل چې پر تورخم دروازې د سختۍ له وجې د دوی کاروبارونه کمزوري شوي دي او زرګونه خلک د بېکارۍ د ستونزې سره مخ دي. دوی له حکومته وغوښتل چې د تورخم دواړو غاړو ته پرتو قومونو لپاره دې ځانګړې راهداري جوړه شي.

تورخم او چمن او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تجارت لويې لارې دي. تر څه مودې مخکې پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه دوه اعشاریه پنځو بیلیونو ډالرو ته رسېده خو اوس ۵۰۰ میلیونو ډالرو ته راټيټه شوېده.

د خېبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې (چیمبر اف کامرس) نوي صدر فیض محمد د اکتوبر په لومړۍ نېټه مشال راډيو ته ويلي وو چې افغانستان پر پاکستانيو توکیو چونګۍ (محصول، ټیرف) زیاته کړی چې له وجې یې پاکستانيو سوداګرو د افغانستان بازارونو ته د تجارتي سامانانو لېږدول کم کړي دي.

XS
SM
MD
LG