د لاسرسي ځای

تازه خبر

باړې ته ستانه شويو سیکانو له نوې سره ژوند پیل کړی


د باړې سیکان.
د باړې سیکان.

د خیبر قبایلي ضلعې باړې او تیرا پېښور او د ملک نورو برخو ته کډه شوي سیکان وایي، اوس یې په باړه کې خپل کاروبارونه بیا له سره پیل کړي او هېله من دي چې ډېر ژر به خپلې کورنې هم بیرته استانه کړي.

دوی وايي، ماشومان یې په پېښور کې سبقونه وایي او دوی لپاره په باړه بازار کې کاروبار او مزدوري کوي چې ښه تعلیم پرې حاصل کړي.

نیدان سینګ چې له پخوا راهیسې په باړه او تیرا کې حکیمي دوایانې پلوري مشال راډیو ته وویل: "موږ په باړه او تیرا کې د پلار نیکه د وخته اباد یو، کاروبار مو بیا پيل کړ، کلي او دوکانونه مو په تېرو جګړو کې ویجاړ شوي، اوس یې یو ځل بیا رغوو، د اپریدو په څير موږ هم متاثره شوي یو دغه خپله ځمکه نه شو پریښودای.

​د باړې کیم سینګ وایي: "کله په باړه کې تعلیمي ادارې بحال شي، ویجاړ شوي کورونه او عبادت خانې ورغوو نو بیا به د استوګنې لپاره له کورنیو سره بیرته باړې ته ستنېږو."

عامرسینګ وایي: "له اپریدو سره مو ډېر وخت تیرېده او اوس هم راته له ولسه څه ستونزه نشته، خو چې کله حالات خراب ول نو هر چا ته خطر وو ځکه مو دغه سیمه پرېښوده."

باړې او تیرا سره تعلق لرونکي سیکان وایي، هلته د دوی شاوخوا تر ۱۵۰ کورنیو ژوند کاوه خو اوس بې ځایه شوي دي.

د خیبر انتظامیې چارواکي وایي امنیتي ځواکونو یوې اوږدې مودې پورې په باړه او تیرا کې د وسله والو پرضد عملیات کړي او دغه سیمې یې اوس پاکې کړي او امن پکې بحال شوې.

​د اپریدو د یو شمېر قبیلو کډوال ورته استانه شوي دي او د باړې لوی بازار هم پرانستل شوې او د بیا بحالې کارونه پکې روان دي.

XS
SM
MD
LG