د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې احتجاج ختم او د پېښور تورخم لاره پرانستل شوه


د تورخم پخوانی عکس
د تورخم پخوانی عکس

د خیبر ټرانسپورټرانو او حکومتي چارواکو ترمنځ تر خبرو اترو وروسته مظاهره چیانو خپل احتجاج ختم کړی او د خیبر او تورخم ترمنځ لار یې د ټریفک لپاره خلاصه کړې ده.

د خیبر انتظامي چارواکي وایي چې د خیبر رایفلز کمانډنټ ځایي ولس ته باور ورکړی چې د نیشنل های وې اتارټي له خوا جوړې شوې ټول پلازې باندې به تر هغه وخته ټیکس نه اخیستل کیږي چې تر څو پرې حکومت او ځایي ولس نه وی متفق شوي او څه حل یې نه وي را اېستلی.

تر دې وړاندې احتجاج کوونکو وویل چې یاده اداره دې د ټیکس اخیستلو لپاره د جوړې کړې ټول پلازې پرېکړه بیرته واخلي او له دوي دې ټیکسونه نه اخلي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د لویو لارو د ادارې مشر مجتبا مېمن د دسمبر پر ۲۰مه پر خیبر دره د ټول پلازې پرانیسته وکړه چې ورسره سم له ګاډو څخه پیسې اخیستل پیل شول.

دا سږکال د مې په پای کې په خیبر پښتونخوا د قبایلو تر ورګډولو وروسته په هغه سیمه کې لومړۍ ټول پلازه ده.

خو د خیبر د ټرانسپورټرانو ټولنې مشر شاکر اپریدي مشال راډیو ته وویل چې دوی د سړک مالیې یا ټیکس ته تیار نه دي.

یو ځايي مشر ملک صلاح الدین وویل چې کله قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ګډول کېدې نو له دوي سره ژمنه شوې وه چې تر پنځو کلونو به د دې سیمو له ولس څخه ټیکسونه نه اخیستل کېږي.

نوموړي وویل چې حکومت د دوي په سیمو کې تر ترقیاتي کارونو وړاندې پر دوي د ټیکسونو لګول پیل کړي دي کوم چې د ده په وینا د حکومت له خوا د خپلو کړو وعدو خلافي ده.

بل خوا د اېن اېچ اې مشر مجتبا مېمن وايي، د خیبر پر ټول پلازې یوازې له هغو ګاډو پیسې اخلي چې افغانستان ته مالونه وړي او د سیمې اوسېدونکي دې یې مخالفت نه کوي.

ده وویل چې دا امدن به له پېښور تر تورخمه د نوې موټروې پر جوړولو او وار له مخه موجود سړک پر مرمت لګوي.

د یادونې وړ ده چې د خیبر مشرانو د دسمبر پر ۱۹مه په لواړګې کې د یو جرګې په ترڅ کې د نورو مسلو تر څنګ حکومت ته دا هم په ډاګه کړې وه چې پر طورخم یې کاروبارونه ډېر زیات اغېزمن شوي دي.

طورخم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لار ده چې کاروبار پرې زیاتره دواړو خواوو ته مېشت پښتانه کوي.

XS
SM
MD
LG