د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر درې تړل شوې لاره پرانيستل شوه


د خېبر درې لاره
د خېبر درې لاره

خېبر - د خېبر پښتونخوا د خېبر قبايلي ضلعې په کټه کشته سیمه کې د لويو لارو د قامي ادارې (اېن اېچ اې) لخوا د ټېکس اخیستو پرضد ټرانسپوټرانو نن [مارچ ۱۶مه] پینځه ساعته وروسته خپل احتجاج ختم کړ او د خېبر درې لاره پرانيستل شوه.

د ټېکس راغونډولو لپاره دغه ټول پلازه د تېر کال [۲۰۱۸م] په ډېسېمبر کې جوړه شوې وه چې د ځایي ټرانسپوټرانو پر احتجاج او غوښتنې ټيکس اخیستل ورباندې بند شوي وو خو نن سهار بيا ورباندې پېل شو.

ټرانسپوټران وایې دغه ټول پلازه غېرقانوني ده او د خېبر پښتونخوا ګورنر ورته ویلي و چې کله فاټا په خېبر پختونخوا کې ورګډه شي نو هلته به تر پینځو کلونو پورې حکومت ټېکسونه نه اخلي خو د دې پریکړې سرغړونه روانه ده.

بلخوا د این ایچ ایې ټیکه دارانو دعوه کړې وه چې دوي ته اوس رسمي اجازه ورکړل شوې ده او یوازې له لویو ګاډو دغه ټېکس اخلي او له وړو ګاډو يې نه اخلي. د دوي په وينا د دې په بدل کې به پر دغو لویو لارو باندې د بيارغونې کارونه کوي.

د ځایي انتظامي چارواکو او ټرانسپورټرانو ترمنځ د پېښور او تورخم لارې خلاصولو لپاره خبرې اترې سهار پېل شوې چې پينځه ساعته وروسته يې نتيجه ورکړه. د خېبر انتظامي چارواکي وایي چې دوي ټرانسپورټرانو ته باور ورکړ چې پر دې ستونزه به ورسره زر جرګه وکړي.

XS
SM
MD
LG