د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر ولس ټیکس اخیستونکې پلازه ونړوله


د پښور تورخم پر لاره ولاړې لارۍ (پخوانی عکس)
د پښور تورخم پر لاره ولاړې لارۍ (پخوانی عکس)

د خیبر انتظامي چارواکي وایي قومي لښکر د مارچ پر ۲۳مه په کټه کوشته سیمه کې د خیبر درې پر لار د پاکستان د لویو سړکونو د ادارې له خوا جوړه شوې ټول پلازه ړنګه کړې ده.

په دې لښکر کې ذخه خیل، شینواری، کوکي خیل او د باړې خلک شامل وو. پر دې مهال په قبایلي لښکر کې شاملو خلکو وویل چې حکومت ورسره وعده کړې وه چې فاټا په خیبر پښتونخوا ورګډه شي نو هلته به تر ۵ کالو ټیکس نه وي خو اوس یې د دوي په وینا راته دغه ټول پلازه پرانستې وه او افغانستان ته مال وړونکو ګاډو نه یې ټیکس اخیستل پیل کړی وو.

دې مشرانو وویل چې دوي تر مسلسل اجتجاج وروسته دا ټول پلازه نړولې ده.

بل پلو د ټول پلازې ټيکدارانو ویلي دي چې دا دوي د حکومت په اجازه پرانستې وه او اوس به یې حکومت له خپل اختیاره سره سم تپوس کوي.

د پاکستان د لویو سړکونو د ادارې – نشنل های وې اتارټي – چارواکي وايي دوي یوازې افغانستان ته مال وړونکو غټو ګاډو نه پرې ټیکس اخلي او غواړي په بدل کې یې په دې باندې نوي سړکونه جوړکړي او زاړه پرې مرمت کړي.

د یادونې وړ ده چې د خیبر قبایلي ضلعې ولس تر دې وړاندې هم په وار وار د دې مسلې په اړه احتجاجونه کړي وو.

XS
SM
MD
LG