غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
یوه مظاهره کوونکي بوپال سېنګ مشال راډيو ته وویل، د دوی پر درو بېګناه کسانو وسله وال ډزې وکړې او هېچا تر پوښتنه ونکړه چې دا کسان یې ولې وویشتل. ده زیاته کړه چې که حکومت یې حفاظت نشي کولای نو دوی ته دې ((لار ورکړي چې بل ملک ته ولاړ شي.))
د سي اېن جي د ټولنې یوه مشر د دوشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل، دوی چې کله په سیلېنډر کې ګیس اچاوه نو چاودنه وشوه.
د پېښور په یوه سي اېن جي پمپ کې چاودنې څلور کسان وژلي او دوه یې ژوبل کړي دي. چارواکي او د سي اېن جي ټولنې غړي وايي، د ګیس د نامعیاري سیلېنډرو له کبله دا ډول پېښې کېږي. د سي اېن جي د ټولنې یوه مشر د دوشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل، دوی چې کله په سیلېنډر کې ګیس اچاوه نو چاودنه وشوه. تفصیل په ویډیو کې
د خېبر پښتونخوا حکومت د صوبې ټولو مرستیال کمیشنرانو ته امر کړی چې، چې په ټوله صوبه کې دې د امنیت په موخه د لږکيو په عبادتځایونو کې پټې کېمرې «سي سي ټي وي کېمرې» ولګوي.
د شمالی وزيرستان د اتمانزو وزيرو مشرانو له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې ده چې په سيمه کې د خبرو اترو له لارې امن راولي او له پوځي عملیاتو ډډه وکړي.
د وزیرستان جرګې پاکستان دولت ته ویلي چې له تېرو لسو کلونو راهیسې د دولت پالیسي د دوی په ګټه نه ده او پکار ده، چې بدلون پکې راوړل شي او دوی ته دې د پاکستان پالیسي په ډاګه کړې.
میا نواز شریف په مشرۍ وفاقي حکومت د مذاکراتو له لارې د دې ستونزې حل په رااېستلو کې ډیره سنجیدګي ښودلې وه خو د پاکستان ریاستي ادارې په قبایلي سیمو کې د وسلوال یاغیتوب ستونزې هوارولو لپاره جامع حکمتعملي نه لري.
په پېښور کې سوداګرو او کارخانه دارو د نهې پر ورځ په یوه خبري کانفرنس کې د کلنګ اخیستلو او د پیسو لپاره تښتولو د زیاتېدونکو پېښو پر ضد د احتجاجي تحریک چلولو اعلان وکړ.
مولانا فضل الرحمان وویل چې په قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ د تلاشۍ پر پوستو ولسي وګړي ځورول کېږي.
د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، چې په صوبه کې یې د خوندي او ټینګ امنیت زندانونو جوړولو پر پلان کار پیل کړی او په لومړۍ مرحله کې به د مردان زندان ودانۍ جوړېږي.
د جماعت اسلامي یوه مشر پروفیسر ابراهیم ویلي دي، اصلي جنګ د پاکستاني پوځ او د طالبانو تر منځ دی او د سولې عمل تر هغې نشي بریالی کېدای چې دوی دواړه مستقیمې خبرې ونکړي. نوموړي د پنجشنبې ورځ د پېښور
د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د دې صوبې د نوم بدلولو او په صوبه کې دننه د هزاره صوبې په نامه د بلې صوبې جوړولو په اړه د دوو قراردادونو منظوري ورکړيده.
په دې کمېټه کې وفاقي سېکرټر حبیب الله خان خټک، د وزیراعظم سېکرټر ارباب عارف او په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند شامل دي. پوښتنه دا ده چې د جوړ جاړي لپاره جوړه پخوانۍ کمېټه څومره موثره وه او اوسنۍ کمېټه به څومره ګټوره وي؟
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودهری نثار علي خان د پنجشنبې په ماښام په پیښور کی د خیبر پښتونخوا له وزیر اعلا پرویز خټک او ګورنر انجینئر شوکت الله خان سره په یو ګډ خبری کانفرنس کی ویلي چې په هیواد کې د امن پر ځای کولو لپاره دوی پخه اراده لری.
په خیبر پښتونخوا کې واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف په پېښور کې افغانستان ته د سامان وړونکو ګاډو پر مخ د لارو تړلو احتجاج پای ته رسولی دی.
د کلي خلک او پولیس وايي چې ځانمرګی برید ګر ښايي د دې کلي په خوا کې په اپریدو ګړۍ کې د یو تن په جنازه کې د ځانمرګي برید لپاره راغلی وو خو د هغه کلي خلکو پیژندلی وو او ده د تېښتې هڅه کوله چې خلکو ورباندې ډزې وکړې او د یو کور مخې هغه خپل ځان والوځولو.
د پېښې په ځای کې ځینې د پولیس لوړپوړو چارواکو رسنیو ته وویل چې په دې پېښه کې دوه لاسي بمونه کارول شوي دي او یو تن په خپل پټکي کې بمونه سېنیما ته دننه وړي ول.
خیبر پښتونخوا کې مخالف ګوندونه وايي چې موجوده صوبايي حکومت د ترهګرۍ پر ضد واضحه تګ لاره نه لري
د بلدیاتي ټاکنو لپاره به درې واړه سیاسي او مذهبي ګوندونه مشترکه امیدواران ودروي او په دې انتخاباتو کی به د دوی انتخابي نښه هم یوه وي.
په تبلیغي مرکز کې دننه هغه مهال چاودنه وشوه چې تیر ماښام د شب جمعی لپاره راغلی په زرګونو خلک د ماښام په لمانځه ولاړ وو،
نور وښیئ