د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا لږکیو عبادتځایونو کې پټې کېمرې لګېږي


پښتونخو کې په اقلیتي عبادتځایونو کې پټې کېمرې لګېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:59 0:00

پښتونخو کې په اقلیتي عبادتځایونو کې پټې کېمرې لګېږي

د خېبر پښتونخوا حکومت د صوبې ټولو مرستیال کمیشنرانو ته امر کړی چې، چې په ټوله صوبه کې دې د امنیت په موخه د لږکيو په عبادتځایونو کې پټې کېمرې «سي سي ټي وي کېمرې» ولګوي.

د خېبر پښتونخوا حکومت د صوبې ټولو مرستیال کمیشنرانو ته امر کړی چې، چې په ټوله صوبه کې دې د امنیت په موخه د لږکيو په عبادتځایونو کې پټې کېمرې «سي سي ټي وي کېمرې» ولګوي. حکومت پرېکړه کړې چې د لږکي ټولنې ځوانان به په پولیس کې ګماري چې د خپلو عبادتخانو امنیت وساتي.


د لږکيو لپاره د پښتونخوا اعلا وزیر سلاکار سردار سورن سنګ مشال راډیو ته وویل چې د صوبې ټولو مرستیال کمیشنرانو ته یې یو لیک استولی چې په صوبه کې څومره مندرونه ګوردوارې او کلیساګانې دي د هغوی یو سروې دې وکړي.

« کوږ پلان لرو چې د لږکيو په ګړدو عبادتځایونه کې سي سي ټي وي کېمری او امنیت څارونکې دروازې ولګوو»

سلاکار سردار سورن سنګ وايي حکومت یې نیت لري چې په پېښور کې به د لږکيو په عبادتځایونو د امنیت ټینګولو لپاره لږکي ځوانان په کمیونټي پولیسو کې وګماري او دوی ته به حکومت پنځلس پنځلس زره روپۍ میاشتنۍ تنخوا ورکوي
«دمګړۍ موږ په پېښور کې چې څومره ګوردوارې، مندرونه او کلیساګانې دي، د هغو لپاره ما ته پرون اعلا وزیر ویلي دي چې تاسو د خپلې ټولنې کسان واخلئ او په کمیونټي پولیس کې ورته نوکریانې ورکړئ او هغوی به د عبادتځایونو بهر له نورو پولیسو سره امنیتي څارنه کوي»

خو بلخوا ته د عیسايي لږکیو یو مشر جاوید پیارا مشال راډیو ته وویل چې پروسږ کال د پېښور په کوهاټي چرچ کې له خونړي بمي برید پس په پښتونخوا کې اقلیتونه له یو شمیر امنیتي ګواښونو او اندېښنو سره مخامخ دي او په دې لړ کې هغوی په سپریم کورټ کې یو کېس هم داخل کړی دی او هغه کېس کې مو دا دریځ خپل کړی چې دوی په پښتونخوا کې له امنیتي انتظاماتو مطمین نه دي او پکار ده د پښتونخوا حکومت د دوی عبادتځایونو امنیت ډاډمن کړي. د ده په خبره سپریم کورټ په دې لړ کې د جون پر شپاړلسمه نېټه له صوبايي حکومته ځواب غوښتی دی.
XS
SM
MD
LG