د لاسرسي ځای

تازه خبر

'کلنګ او سړي تښتونه ودروئ کنه نو پېښور په ټپه دروو'


پېښور: د پښتونخوا سوداګریزه او صنعتي خونه کې خبري غونډه
پېښور: د پښتونخوا سوداګریزه او صنعتي خونه کې خبري غونډه

په پېښور کې سوداګرو او کارخانه دارو د نهې پر ورځ په یوه خبري کانفرنس کې د کلنګ اخیستلو او د پیسو لپاره تښتولو د زیاتېدونکو پېښو پر ضد د احتجاجي تحریک چلولو اعلان وکړ.

په پېښور کې سوداګرو او کارخانه دارو د نهې پر ورځ په یوه خبري کانفرنس کې د کلنګ اخیستلو او د پیسو لپاره تښتولو د زیاتېدونکو پېښو پر ضد د احتجاجي تحریک چلولو اعلان وکړ. د پښتونخوا سوداګریزه او صنعتي خونې « چیمبر اف کامرس اینډ انډسټریز» تاجرانو او صنعتکارانو په پېښور کې په لومړی ځل له خبریالانو سره خپلې امنیتي ستونزې شریکې کړې.

په پېښور کې د تاجرانو او صنعتکارو ټولنې مشر زاهد الله شینواري مشال راډیو ته وویل: « پر سړکونو او بازارونو احتجاج کولو ته مجبوره کړل شو د صوباۍ اسمبلۍ مخې ته هم احتجاج کوو. ډېر بده حالات دي او یو له بلې ورځې په خرابېدو دي. د کلنګ اخیستلو لپاره ټیلیفونونه هر سړی ته راغلي دي، تاسې ته به زه دا واویم چې ټول بازارونه او او صنعتي برخه خو پرېږده زموږ د سوداګریزه خونې د کاري کمېټۍ په ۲۲ کسانو کې ۱۴ کسانو ته د کلنک ورکولو لپاره ټیلیفونونه شوي دي. دوه ورځې وړاندې له پېښوره دوه صنعتکاران د پیسو لپاره تښتول شوي دي»

د پېښور سوداګرو ټولنې مشر حاجي افضل مشال راډیو ته وویل، چې په تېر یوه کال کې د پولیس د ریکارډ له مخې په پېښور کې د کلنګ اخیستلو لپاره ۳۷۰ کاروباریانو او صنعتکارانو ته دړکې ورکړل شوې دي خو د ده په وینا چې دا شمیره په زرګونو کې ده ځکه چې ډېر خلک حال هم نه وايي: «د پولیسو سرکاري ریکارډ له مخې ۳۷۰ کسانو ته د کلنګ لپاره دړکې ورکړل شوې دي. خو زموږ د معلوماتو ترمخه دا کېسونه په زرګونو کې دي، حاجي کابل خان دوه میاشتې وړاندی د خپل کور په وره کې د کلنګ نه ورکولو په وجه ووژل شو. دغه رنګ تېره ورځ د ملک ندیم د کور مخې ته د هغه د وېرلو لپاره چاودنه وشوه. دغه رنګ د انور مقصود زوی وتښتول شو خو لنډه دا چی د هر دویم تاجر او صنعتکار په کور کې یا چاودنه کېږي یا ورته دړکه ورکول کېږي»

په پېښور کې تاجرانو او صنعتکارانو ته د ورپېښو دې ستونزو په باب د پښتونخوا حکومت د مالیې صوبايي وزیر علي امین ګنډپور مشال راډیو ته وویل، چې کلنګ اخیسته او سړي تښتونه د تحریک انصاف په مشرۍ حکومت ته په میراث کې پاتې شوې.

«موږ هڅه کوو له هر هغه چا سره پوره پوره مرسته وکړو چې له دړکو ډک لیک وراستول شوی وي او یا ټېلیفون ورته شوی وي. د کلنګ اخیستلو په لړ کې مو ډېر کسان نیولي هم دي. د اسمبلۍ په غونډه کې هم پر دې په تفصیل سره خبره شوېده او پوره کوشش کوو چی خپل قام له دې حالته راوباسو. خو چې ولس راسره مرسته کوي نو دا کار به په ښه توګه سرته ورسي. ډېر خلک کلنګ ورکوي خو پولیس او حکومت ته حال نه وايي، نو په دې وجه دغه خلک نور هم سرکښه کېږی او دا ستونزه په زیاتیدو ده»

د خیبر پښتونخوا د سوداګرو او صنعتکارانو خونه کې د خبري کانفرنس پر مهال تاجرانو او صنعتکارانو حکومت ته خبرداری ورکړ، کچېرې حکومت یې امنیت ته سمه پاملرنه ونکړه او د کلنګ اخیستو مخه یې ونه نیوله نو دوی به په احتجاج کې د پېښور ټول بازارونه او کارخانې وتړي.
XS
SM
MD
LG