د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پېښور سینیما ته بمونه په پتکي کې وړل شوي'


په سینیما کې د بمي چاودنې ټپیان روغتون ته وړل کېږي. ۰۲/۰۲/۲۰۱۴
په سینیما کې د بمي چاودنې ټپیان روغتون ته وړل کېږي. ۰۲/۰۲/۲۰۱۴

د پېښې په ځای کې ځینې د پولیس لوړپوړو چارواکو رسنیو ته وویل چې په دې پېښه کې دوه لاسي بمونه کارول شوي دي او یو تن په خپل پټکي کې بمونه سېنیما ته دننه وړي ول.

په پېښور کې بېګا ماسخوتن په پیکچر هاؤس سنیما کې د دوو بمي چاودنو په نتیجه کې د مړو شمېر پنځو تنو ته رسیدلی دی او په دې پېښه کې ۳۱ نور کسان ژوبل دي.


په پیکچر هاؤس سنیما کې چاودنې هغه مهال وشوې کله چې تر سلو زیاتو کسانو په سنیما کې د ضدي پښتون په نامه د پښتو یو فلم کتلو. د پېښې په ځای کې ایس ایس پی نجیب الرحمان مشال ریډیو ته وویل چې په پېښه کې درې کسان وژل شوي او ۳۱ نور ژوبل شوي دي چې پکې د دوو تنو حالت مرګونی ښودل کېږي خو د لېډي ریډینګ روغتون چارواکي د مړو شمېر پنځه تنه ښيي.
د بمي چاودنو ښکار د پېښور سینیما. ۰۲/۰۲/۲۰۱۴
د بمي چاودنو ښکار د پېښور سینیما. ۰۲/۰۲/۲۰۱۴

د پېښې په ځای کې ځینې د پولیس لوړپوړو چارواکو رسنیو ته وویل چې په دې پېښه کې دوه لاسي بمونه کارول شوي دي او یو تن په خپل پټکي کې بمونه سېنیما ته دننه وړي ول خو اېس اېس پي اپریشن نجیب الرحمان مشال ریډیو ته وویل چې دا لا پوره نه ده جوته چې په سېنیما کې دننه چاودنې څنګه وشولې.

"په دې پېښه کې دوه لاسي بمونه کارول شوی وو او دغه لاسي بمونه د سکواش د بال هومره وې چې په اسانه یې یو تن له ځان سره پټولی شي، د سېنیماګان مالکان هم د خپل امنیت ساتلو یو طریقه کار نه لري او سېنیماګانو واله ته مو له وړاندې نه د خپل امنیت د ټینګولو خبرداری ورکړی وو خو دوی پخپل امنیت ټینګولو څه توجه نه وه ورکړې"

د کیسه خوانۍ د سنیماروډ د بازار صدر شوکت مشال ریډیو ته وویل چې سینیما ګانو ته د دهړکو له وجې لا د وړاندې خبرداری ورکړل شوی وو او د سنیماګانو انتظامیې خپل امنیت هم ټینګ کړی وو خو بیا هم دا پېښه رامینځ ته شوه

"درې څلور ورځې وړاندی زموږ د علاقې پولیس له ما سره د بازار د مشر په توګه میلاو شوی وو او ویلي یې ول چې ستایو په دې بازار کې سینیماګانې دي او دوی ته خطر دی، او دا خبره هم سمه نه ده چې پولیس د امنیت د ټینګولو کوشش نه کوي، پولیس خپل پوره کوشش کوي"

د پېښې یو عینی شاهد او په پکچر هاؤس سینیما کې د سینیما مشین چلوونکې اسرار مشال ریډیو ته وویل:

"د فلم په نیمایي کې له دمې وروستو می چې مشین چالو کړو نو پاؤ ساعت فلم وچلېد چې دې دوران کې اچانک یو درز شو، ما زر د تالار بتیانې ولګولې، او له دې لږ شېبه پس بیا بل درز وشو نو بیا مې له مخی سره مشین بند کړو او د مشین کمره مې تاله کړه او چې راکوز شوم نو خلک په منډو وو"

د خېبر پښتونخوا وزیر اعلا پرویز خټک او ګورنر انجینیېر شوکت الله په دې پېښه خپګان ښودلی دی.

که څه هم تر دې دمه د پېښې پړه هېڅ یوې وسلوالې ډلې نه ده منلې خو دا پېښه په داسېی حال کې رامینځ ته شوې، چې له وسلوالو طالبانو سر د مذاکراتو خبرې اترې روانې دي او د دواړو خواوو له اړخه د مذاکراتو لپاره کمیټیاڼې اعلان شوې دي.
XS
SM
MD
LG