د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په وزیرستان کې د پاکستان ناکامې تګلارې ورانی جوړ کړی دی'


نېک محمد فدا د اتمانزو وزیرو جرګې غړی
نېک محمد فدا د اتمانزو وزیرو جرګې غړی

د وزیرستان جرګې پاکستان دولت ته ویلي چې له تېرو لسو کلونو راهیسې د دولت پالیسي د دوی په ګټه نه ده او پکار ده، چې بدلون پکې راوړل شي او دوی ته دې د پاکستان پالیسي په ډاګه کړې.

نن «جمعه» په پېښور کې د شمالي وزیرستان د اتمانزو وزیرو جرګې د مشر او د پښتون مبارز اېپي فقیر د لمسي او ځایناستي حاجي شېر محمد خان په مشرۍ کې د پېښور له کور کمانډر لیفټننټ جنرال خالد رباني او د پښتونخوا له ګورنر مهتاب عباسي سره ملاقات وکړو او د شمالي وزیرستان په وروستي صورتحال یې خبرې اترې وکړي.


د اتمانزو وزیرو د جرګې مشر حاجي شېر محمد خان مشال ریډیو ته وویل چې په شمالي وزیرستان کې له ترسره شوو دوو جرګو وروستو دوی د شمالي وزیرستان عسکري او انتظامي چارواکو ته ویلي دي چې له تېرو لسو کلونو راهیسې د پاکستان پالیسي د دوی په ګټه نه ده او پکار ده، چې بدلون پکې راوړل شي او دوی ته دې د پاکستان پالیسي په ډاګه کړې. او ځايي انتظامیې ورته ویلي چې چې دوی په دې لړ کې اختیار نه لري نو په دې وجه یې د پېښور کور کمانډر او د پښتونخوا ګورنر ته راستولي یو:

«موږ په شمالي وزیرستان کې عسکري او غیر عسکري انتظامیې ته وویل، نن چې حالات خراب شول، دا له تېرو لسو کالو راهیسې د پاکستان دولت ناسمه تګلاره ده. خو هغوی را ته ویل چې دغه پالیسي خو له لاندې نه بلکې له بره راغلې ده، نو نن ورځ هم په دغه لړ کې له کور کمانډر او له ګورنر سره ټول اتمانزي قام او ځینې نورو قبایلو جرګه وکړه»

د پېښور له کور کمانډر خالد رباني او د پښتونخوا له ګورنر مهتاب عباسي سره د اتمانزو وزیرو دا جرګه له هغه وروسته ترسره کېږي چې څو ورځې وړاندې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ له هوايي بمبارۍ پس د حافظ ګل بهادر لخوا ولس ته ویل شوي ول چې د جون میاشتې تر لسمې نېټې له شمالي وزیرستانه خوندي ځایونو ته کډه شي. خو د اتمانزو وزیرو د جرګې مشر حاجي شېر محمد خان مشال ریډیو ته وویل چې د حافظ ګل بهادر له شورا سره مو هم په دی موضوع تیره ورځ تر څلور ساعتونو پورې خبرې اترې کړې دي او دغه مشکل تر ډېره حده حل شوي دي:

«د حافظ ګل بهادر د شورا ټول غړي او د اتمانزو جرګې څلور کسان تر څلورو ګنټو پورې سره کښېنستل او پر ټولو خبرو مو بحث وکړو چې ایا پاکستان خرابول دی او که جوړول او وزیرستان ماتول دی او که جوړول؟ موږ په یوه خبره متفق شو چې پاکستان هم جوړول دي او وزیرستان هم جوړول دي او امن به راولو او حالات به نه خرابوو،او ولس دې کډې نه کوي»

له ګورنر او کورکمانډر سره د ملاقات په باب د اتمانزو وزیرو ځینې نورو مشرانو له مشال راډیو سره په خپلو څرګندونو کې وویل:

نیک محمد فدا: «دا خو ظاهره خبره ده چې له وړاندې راروانه پالیسي له تشدده ډکه وه او زه دا وايم څه رنګ چې حاجي شېر محمد هڅې راورنې کړې دي په حقیقی بنیاد د امن طرف ته یو پرمختګ دی او زموږ د دولت عسکري او انتظامي قیادت ته خواست دی چې د اتمانزي قام دغ اخلاص ته دې زیان نه رسوي»

مولانا سلیم ګل د سپین وام
مولانا سلیم ګل د سپین وام
مولانا سلیم ګل د سپین وام:

«په شمالي وزیرستان کې مختلف خلک دي. د تحریک طالبان هم دوې ډلې دي. د حافظ ګل بهادر خپله ډله ده او داسې په شمالي وزیرستان کې نور خلک هم دي خو په نن وخت کې حاجي شېر محمد خان هغه سړی دی چې د فقیر اېپي ځایناستی دی او د دغه ټولو ډلو دا تسلي شوې ده چې د دې سړي پر خوله هغوی اعتماد لري»

د یادونی وړ ده چې په تیرو لسو کلونو کې په اول ځل د شمالي وزیرستان قبایلي ولس او قبایلي مشرانو د سیمی د امن لپاره جرګې پیل کړې دي او له ځايي وسلوالو ډلو سره یې هم ملاقاتونه کړي دي او نن یې د پېښور له کور کمانډر لفټننټ جنرل خالد رباني او د پښتونخوا له ګورنر مهتاب عباسي سره هم ولیدل.
XS
SM
MD
LG