د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې ځانمرګي برید څلور ښځې ووژلې


پېښور: ځانمرګي برید څلور ښځې ووژلې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:18 0:00

پېښور: ځانمرګي برید څلور ښځې ووژلې

د کلي خلک او پولیس وايي چې ځانمرګی برید ګر ښايي د دې کلي په خوا کې په اپریدو ګړۍ کې د یو تن په جنازه کې د ځانمرګي برید لپاره راغلی وو خو د هغه کلي خلکو پیژندلی وو او ده د تېښتې هڅه کوله چې خلکو ورباندې ډزې وکړې او د یو کور مخې هغه خپل ځان والوځولو.

په پېښور رینګ روډ له جمیل چوک سره نزدې د یو ځانمرګي برید ګر د ویشتلو په پېښه کې د ګړي ایسا خان کلي څلور ښځې وژل شوې دي او دوه نورې ښځې او دوه ماشومان په دې پېښه کې ژوبل شوي دي.


د کلي خلک او پولیس وايي چې ځانمرګی برید ګر ښايي د دې کلي په خوا کې په اپریدو ګړۍ کې د یو تن په جنازه کې د ځانمرګي برید لپاره راغلی وو خو د هغه کلي خلکو پیژندلی وو او ده د تېښتې هڅه کوله چې خلکو ورباندې ډزې وکړې او د یو کور مخې هغه خپل ځان والوځولو.

د پیښې په ځای کې د بم ناکارولو ډلې مشر اې آی جې شفقت ملک له خبریالانو سره په خبرو کې د دې خبرې پخلی وکړو چې په دې پېښه کې ځانمرګی بریدګر وژل شوی دی-

یوه عیني شاهد د پیښی په اړه مشال راډیو ته وویل:

"دلته زموږ دې کلي ته مخامخ د اپریدو کلی دی او دا ځانمرګی بریدګر هلته په یو جنازه کې د برید لپاره راغلی وو خو هغوی ته اطلاع ترلاسه شوې وه او هغوی پرې ډزې پیل کړې وې نو هغه زموږ د کلي اړخ ته راغلی او د لته پرې هغوی ختايي ډزې کولې نو په دې دوران کې زموږ دې کلي کې د چاودنې درز وشو او زموږ د کور ښځې پکې هم لګېدلې دي"

د پیښی یو بل عینی شاهد مشال راډیو ته وویل:

"د دې کور په کونج کې ډزې پیل شوې، او موږ د دې کور شاته د دغه کچه کور مخې ته ناست ول، په دې کې یو تن د دې کور مخې ته راغلی او له هغه ستنې سره دری کسانو سره په لاسونو کې مشینان ول نو په دې کې اول ډزې وشوې او بیا وروستو چاودنه وشوه؛

د پېښې مړي او ژوبل د پېښور لیډي ریډینګ روغتون ته ورسول شول چې بیا وروستو څلور مړي د امدادي ادارو په ګاړو کې ګړي ایسیاخان ته یوړول شول.

له پېښې روستو ګڼ پولیس او د امنیتي ادارو نورو چارواکو سیمه په خپله ولکه کې اخیستې ده او پولیسو د پېښې په ځای کې مشال راډیو ته وویل چې د دې پېښې نورې پلټنې روانې دي.
XS
SM
MD
LG