د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: تحریک انصاف احتجاج پای ته رسولی دی


د تحریک انصاف پلویان د پای ته رسېدلي احتجاج پر مهال (پخوانی عکس)
د تحریک انصاف پلویان د پای ته رسېدلي احتجاج پر مهال (پخوانی عکس)
پېښور: په خیبر پښتونخوا کې واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف په پېښور کې افغانستان ته د سامان وړونکو ګاډو پر مخ د لارو تړلو احتجاج پای ته رسولی دی.

د پنجشنبې په روځ د دې ګوند د کور کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه وشوه چې خپله احتجاجي ناسته او د لارو بندول پای ته رسوي.

تحریک انصاف ګوند تر هغې وروسته دا ګام اخیستی دی چې دوه ورځې مخکې پېښور های کورټ د ګوند غړو له خوا د لارو بندول او ګاډو تالاشي اخیستل نا قانونه کار وګرځاوه.

د تحریک انصاف او ملګرو ګوندونو دا ناسته له ۹۷ ورځو روانه وه.

ټرانسپورټران وايي، د دې احتجاجي ناستي او لارو تړلو له کبله دوی ته په اربونه روپۍ تاوان رسېدلی دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:46 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG