د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانیو طالبانو سره د جوړجاړي نوې کمېټه به څومره موثره وي؟


پېښور - د پاکستان حکومت له وسله والو طالبانو سره د خبرو بهیر پر وړاندې بیولو لپاره څلور کسیزه کمېټه جوړه کړې ده.


په دې کمېټه کې وفاقي سېکرټر حبیب الله خان خټک، د وزیراعظم سېکرټر فوادحسن فواد ، ارباب عارف او په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند شامل دي.

پوښتنه دا ده چې د جوړ جاړي لپاره جوړه پخوانۍ کمېټه څومره موثره وه او اوسنۍ کمېټه به څومره ګټوره وي؟

د دفاعي چارو پوه او د پاکستان پوځ پخوانی برېګېډيیر محمود شاه وايي: ((مخکینۍ کمېټۍ دا ګټه تر لاسه کړه چې حکومت او طالبانو ډزبندي اعلان کړه. په نوې کمېټۍ کې بیوروکراټان او حکومتي افسران دي. په کار وه چې په دې کمېټۍ کې حکومت خپل سیاسي خلک اچولي وای. ماته په دې کې دا یوه خامي ښکاري چې په دې نوې کمېټۍ کې دوی خپل سیاسي استازي نه دي شامل کړي.))

کامیابۍ امکانات ډېر کم ښکاري. په دې کې ډېر پېچلي عوامل دي، هغو ټولو ته باید پام وشي. زما په فکر، د دوی دا خیال دی چې خبرې به کامیابې نشي نو ځکه دوی د دې د ناکامۍ ذمه واري نه اخلي.
خادم حسین
دا چې په دې کمېټۍ کې سیاسي استازي ولې نه شته؟ د سیاسي چارو پوه ډاکتر خادم حسین وايي، موجوده حکومت ته د مزاکراتو کامیابۍ امکانات ډېر کم ښکاري نو ځکه د جوړجاړي له ناکامۍ ځان ژغوري:

((تر دې دمه په خیبر پښتونخوا کې او په مرکز کې واکمنو ګوندونو دا ذمه واري نه اخیسته او نه یې دا منله چې دا خو د دې وطن جنګ دی. خو اوس په دمه دمه دوی دا ومنله چې هم پر دې وطن جنګ دی او هم د دې وطن خلک پکې مري. خو اوس ستونزه دا ده چې دوی د دې حل کولو ذمه واري نه اخلي. او له دې د ډډې کولو بنیادي مقصد دا دی چې دوی ته هم د خبرو اترو له لارې د کامیابۍ امکانات ډېر کم ښکاري. په دې کې ډېر پېچلي عوامل دي، هغو ټولو ته باید پام وشي. زما په فکر، د دوی دا خیال دی چې خبرې به کامیابې نشي نو ځکه دوی د دې د ناکامۍ ذمه واري نه اخلي.))

د زیارت پر ورځ، د طالبانو په استازيتوب د جوړې کمېټۍ غړي شمالي وزیرستان ته ورغلل. تر روانېدو مخکې، مولانا یوسف شاه خبریالانو ته وویل چې دوی د طالبانو له شورا سره ګوري او د خبرو لپاره به د طالبانو اېجنډا تر لاسه کوي.
که څه هم د وسله والو طالبانو او پاکستاني حکومت تر منځ اوربند دی، خو د طالبانو ویاند شاهد الله شاهد په خپل یوه تازه بیان کې پر پاکستاني حکومت تور پورې کړی دی چې په باجوړ او مومندو کې د امنیتي ځواکونو کارروایانې دوام لري.
XS
SM
MD
LG