غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د چترال امنتي چارواکي وايي، د وژل شويو وسلوالو مړي هم دوی په خپله قبضه کې اخیستي دي او دغه مړي به د چترال ضلعي انتظاميې ته د نورو پلټنو لپاره وسپاري.
په پېښور کې د نرښځيانو او د هغو د حقونو لپاره کارکوونکو غوښتنه کړې چې د علیشاه د مړینې ذمه وارو کسانو ته دې سزا ورکړل شي او بې ګناه ډاکټران دې بحال کړل شي.
د چترال پولیسو د سپیشل برانچ یوه چارواکي د خالي پر ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې وويل وسله والو د جمعې په مازيګر ړومبې دوه شپونکي وژلي او بيا يې د هغو پنځوو سوو نه زیاتې ګډې بیزې له ځان سره بيولي دي.
''په ماشومتوب کې د ودونو له وجې جېنکۍ له یو شمېر روغتیايي او نورو ستونزو سره مخامخېږي''
د پېښور په څمکنیو کې د افغان کډوالو رجسټرولو مرکز ته ګڼ خلک ورځي او د کارډونو اخیستو لپاره نومونه ثبتوي. په وروستیو کې دې مرکز ته د ورتلونکو خلکو شمېر زیات شوی او افغان کډوال وايي، لامل یې دا دی چې دوی غواړي رجسټرېشن وکړي او خپل هېواد ته ستانه شي. خو د دوی په خبره، رجسټرېشن ته اوږد انتظار باسي.
د چترال ضلعې ناظم مغفرت شاه وايي، يواځې د اتوار ورځې سېلاو په چترال کې نهه ويشت کسان وژلي دي چې په هغوی کې یې د اتو کسانو مړي رااېستلي دي.
پېښور: په پنجشنبه د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال د پښتونخواوزیر اعلا پروېز خټک او د صوبې له نورو لوړپوړیو امنیتي او انتظامي چارواکو سره په ملاقات کې د افغان کډوالو د ستونزو او په سیمه کې د امنیتي صورتحال په اړه خبرې کړې دي.
د تحريک انصاف په مشرۍ د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت وايي د حقانیه مدرسې سره مالي مرسته د مدرسو د اصلاحاتو د بهیر برخه ده او دا مدرسه په تېرو حکومتونو کي د سیاسي اختلافاتو له وجی د حکومت له مالي مرستو بې برخي پاتی شوی وه نو ځکه ورته حکومت ديرش کروړه روپۍ ورکوي.
د خېبر پښتونخوا تاجرانو او صنعتکارانو د نهې ورځ په خپله یوه غونډه کې فیصله کړې چې پر دوی د لګول شویو نویو ټېکسونو لګولو ضد احتجاجي تحریک چلوي.
د روژې میاشت ده او د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې زښته ګرمي هم ده. هلته ورسره په سیمه کې د برېښنا پارچاو (بجلۍ لوډشیډنګ) هم د خلکو ژوند لا پسې ستونزمن کړی دی. په دې صورت کې خلکو یو حل موندلای او هغه دا چې سیندونو او ویالو، خوړونو او نهرونو ته ځي او پکې لامبي. ویډیو وګورئ.
د خيبر پښتونخوا د استازانو د اتحادیې مشر ملک خالد خان د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې د دي ګام پرضد به دوی احتجاج کوي.
د خېبر پښتونخوا پر وړاندې کړل شوي بجټ په صوبايي اسمبلۍ کی بحث دوام لري او د ۵۰۵ اربه روپو په دغه بجټ کې د ترقیاتي کارونو لپاره ۱۶۱ اربه روپۍ بېلې کړل شوې چې پکې ۳۶ اربه روپۍ د بهرنیو هېوادونو مرستې شامل دي.
په دې کې یوه د طارق ګیدړ او بله د جماعت الدعوه القران ډله ده کومې چې په پېښور او شاوخوا سیمو کې فعالې دي.
د شمالي وزیرستان ډنډي درپه خیل داوړ قوم خلکو نن په پېښور کې په يوه خبري غونډه کې غوښتنه وکړه چې د پاکستان امنيتي ځواکونه دې د دوی کورونه نه ورانوي. د دوی په خبره دوی تل د ترهګرو په وړاندې د امنيتي ځواکونو سره ودريدلي نو اوس دې ورسره دا ظلم نه کيږي.
په غونډه کې پر دې بحث شوی چې د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې د اوسني کړکېچ لاملونه او د هغوی د حل لارې چارې څه کېدای شي.
د پېښور پریس کلب مخې ته د قبایلي سیمو د کالجونو استادانو احتجاجي ناسته پر شپږمه ورځ هم دوام لري.
وزیر اعلا پرویز خټک زیاته کړه، چی دوی له وزیر اعظمه باور غواړي چې پر مغربي لار به هم هغه رنګ جوړوي څه رنګ چې د کاشغر ـــ ګوادر مشرقي لار جوړول کېږي
د خيبر پښتونخوا وزیراعلی، پرويز خټک دعوه کړې چې بلديو کمار د سورن سنګ په وژنه کې لاس لرل منلي دي نو هغه ته بايد سزا ملاو شي او په صوبايي اسمبلئ کې به يې د سورن سنګ پر ځای ونه مني.
که مرکزي حکومت د اقتصادي راهدارۍ د مغربي لار په اړه خپله ژمنه نه پوره کوي نو بیا به صوبايي حکومت په هزاره ډویژن کې له تاکوټه تر هویلۍ پورې ځمکه باندې مرکزي حکومت ته د اقتصادي راهدارۍ جوړولو اجازه نه ورکوي.
عوامي نيشنل ګوند او نورو سياسي ګوندونو پر حکومت نيوکې کړي چې د ترهګرۍ ضد واضحه دريځ نه لري چې له کبله يې د وسله والو د بريدونو مخنیوی نه کيږي.
نور وښیئ