د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د واده لپاره لږ تر لږه عمر اتلس کاله پکار دی'


په پېښور کې په کم عمرۍ کې د ودونو پر موضوع په یوه غونډه کې په دې خبره بحث وشو چې د ماشومتوب ودونو مخنیوي لپاره قانون جوړول پکار دي. ګډونوالو په دې خبره هم بحث وکړو چې اکثره د واده پرمهال له اتلس کالهکم عمره جینکو څخه پوښتنه نه کېږی او پکار ده د واده لپاره کم نه کم عمر اتلس کاله وټاکل شي ځکه اسلام هم د واده لپاره د عاقل او بالغ خبره کوي او له اتلس کالو وړاندې که څوک بالغ هم وي نو عقل او پوهه یې پخه نه وي.

په کم عمرۍ کې د ودونو مخنیوي لپاره دا غونډه د راهنما فېملي پلاننګ اسوسيېشن تر سیوري لاندې ترسره شوه او د یادې غېر سرکاري ادارې سيمه ايز مشر ګوهر زمان مشال راډیو ته وویل چې په اسلام کې په واضحه ډول د نارينه او زنانه د واده لپاره دا خبره موجود ده چې دواړه به عاقل او بالغ وي.

ګوهر زمان زیاتوي په ماشومتوب کې د ودونو له وجې جېنکۍ د یو شمېر روغتیايي او نوروستونزو سره مخامخېږي:

(هغه ماشومه چې نه يې عمر د واده قابل دي او نه يې تربیت او تعلیم مکمل شوي او هغې ته د واده پېټی ورپسر کړي نو هغه څنګه د خپلو ماشومانو تربیت وکړي او خپله به د هغې څه راتلونکې وي؟په اسلام کې د عاقل او بالغ خبره ده، نو که یو تن بالغ هم وي او عاقل نه وي یعنې د کم عمر په وجه یې چې عقل پوخ نه وي نو زما په اند اسلام هم ددې خبري اجازه نه ورکوي، موږ اسلام د خپل مطلب لپاره کاروو،موږ ته پکار ده چې د اسلام خپله خپله تشریح پرېږدو او چې څه اسلام وايي هغه رنګ وکړو، د ماشومانو د زیږېدلو پرمهال چې کومې ۲۰۶ ښځې په کال کې مري نوپه دې کې هم په سلو کې دیارلس زنانه داسې وي چې تر وخت مخکې واده شوي وي.)

د خېبر پښتونخوا خیېر ښېګړې محکمې په جنس څانګه [جنډر سېل] کې یوه کارکوونکې هما خان وايي:

(( تر دې دمه په پښتونخوا کې په کم عمرۍ کې د ودونو مخنیوي لپاره قانون نه دی جوړ شوی.هما خان زیاتوي د واده پرمهال له ماشومانو جينکو څخه د خپلې خوښې په باره کې پوښتنه نه کېږي او دا هم یو غیر اسلامي فعل دې((

تر ټولو اهمه خبره دا ده چې کله په ماشومتوب کې جینۍ ودول کېږي نوله هغې پوښتنه نه کېږي او دا په زور زبردستۍ په واده کې راځي او په اسلام کې د زور واده نه شته،د نکاح کولو اهم شرط دا دی چې د هلک او جینۍ دواړو رضامندي به پوښتل کېږي خو دلته له جینکو هېڅوک پوښتنه نه کوي.

خو بل خوا په پښتونخوا صوبه کې د ماشومانو حقونو ساتنې د سرکاري مرکز مشر اعجاز احمد وايي په پنجاب او سیند صوبو کې د ماشومانو ودونو مخنیوي قوانین جوړ کړل شوی دی او پنجاب د هلک کم نه کم عمر اتلس او د نجلۍ شپاړلس ټاکل شوی او سیند صوبه کې د دواړو عمرونه اتلس ټاکل شوي دي.

اعجاز احمد وايي په پښتونخوا صوبه کې هم په داسي یو قانون کار روان دی:

((د پښتونخوا حکومت په کم عمرۍ کې د ودونو مخنیوي قانون جوړولو لپاره ژمن دی خو د کم نه کم عمر د حد مقررولو باندې د سیاسي ګوندونو سره مشاورت روان دی، د زیاتو خلکو رايه دا ده چې کم نه کم عمر دې اتلس کاله وي، خو موږ پر دې باندې مشاورت کوو او داسې قانون به جوړوو چې له اسلام سره هم په ټکر کې نه وي.))

په پښتونخوا کې مدني ټولنې غوښتنه کوي چې د واده لپاره کم نه کم عمر دې اتلس کاله وټاکل شي خو یاده دې وي چې په سیند صوبه کې د واده لپاره کم نه کم عمر اتلس کاله ټاکلو وروستو پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل د دغه قانونپر منظورولو سختې نیوکې کړې وې او ویلي یې ول چېپه اسلام کې د واده لپاره د بلوغت خبره ده اود دې لپاره یو کم نه کم عمر ټاکل نه دی پکار.

XS
SM
MD
LG