د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خټک او زخېلوال لیدنه: د افغان کډوالو رجسټرېشن ضروري دی


پېښور: د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال د پښتونخوا وزیر اعلا پروېز خټک سره د لیدو مهال. ۲۰م جون ۲۰۱۶
پېښور: د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال د پښتونخوا وزیر اعلا پروېز خټک سره د لیدو مهال. ۲۰م جون ۲۰۱۶

پېښور: په پنجشنبه د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال د پښتونخواوزیر اعلا پروېز خټک او د صوبې له نورو لوړپوړیو امنیتي او انتظامي چارواکو سره په ملاقات کې د افغان کډوالو د ستونزو او په سیمه کې د امنیتي صورتحال په اړه خبرې کړې دي.

په دې لړ کې بېګا ماښام له وزیر اعلا کور (هاوس) پېښوره مشال راډیو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې د پښتونخوا وزیر اعلا پروېز خټک د دې مهم ملاقات پرمهال ویلي دي چې د سیمه ییزو ګټو په خاطر د افغان کډوالو رجسټرېشن ضروري دی.

د خبرپاڼې له مخې د پښتونخوا وزیر اعلا پروېز خټک ویلي دي، ستونزه دا نه ده چې دلته افغان کډوال موجود دي بلکې د دوی په خاوره د موجودو بهرنیانو د موجودګۍ له وجې د افغان کډوالو پشمول د ټولو بهرنیانو شناخت ضروري دی.

د دې ملاقات پرمهال د پښتونخوا پولیسو مشر ناصر خان دراني وویل، چې د امنیتي ګواښونو په تناظر کې د امنیتي ادارو لخوا د شناخت په عمل کې یواځې افغان کډوال له ستونزو سره نه مخامخېږي بلکې که د پاکستان له خپل یو وګړي سره هم د شناخت اسناد نه وي نو هغه هم ځورل کېږي.

له وزیر اعلا کور پېښوره د خبرپاڼې له مخې په پاکستان کې د افغانستان سفير ډاکټر عمر زاخېلوال وزیر اعلا پروېز خټک ته د افغان کډوالو ستونزې په ګوته کړې او نوموړي ويلي دي دوی په خپله هم دا غواړي چې ټول افغان کډوال خپل هېواد ته ولاړ شي خو په افغانستان کې د ځينو امنیتي ستونزو له وجې د کډوالو ستنولو عمل د ځنډ او سستۍ ښکار دی.

په سیمه کې د امن په لړ کې وزیر اعلا پروېز خټک ووېل چې دواړو ګاونديو هېوادونو ته د ورپېښو ننګونو د مقابلې لپاره شریک ګامونه پورته کول پکار دي او د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال په سیمه کې د امن او د پولي دواړو غاړو خلکو د ستونزو هوارولو کولو لپاره د خپل حکومت لخوا د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.

د یادوني وړ ده چې دوه ورځي وړاندی پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو موده تر ۶ میاشتو لپاره نوره وغځوله. تر د دې وړاندې پښتونخوا حکومت ویلي ول دوی نه غواړي چې د افغان کډوالو اوسېدو موده دې وغځول شي خو د افغان سفیر او د پښتونخوا وزیر اعلا ترمینځ په ملاقات کې د پښتونخوا حکومت لخوا داسې څه خبره باندې بحث نه دی شوی. وړاندې د پښتونخوا حکومت وفاقي حکومت ته سپارښتنه کړې وه چې غېررجسټرډ افغان کډوال دې هم د جون میاشتې تر دېرشمې نېټې پورې رجسټرډ کړي.

XS
SM
MD
LG