د لاسرسي ځای

تازه خبر

امنیتي چارواکي وايي، د کېلاشیو شپونکیو قاتلان یې وژلي دي


د چترال امنتي چارواکي وايي، د وژل شويو وسلوالو مړي هم دوی په خپله قبضه کې اخیستي دي او دغه مړي به د چترال ضلعي انتظاميې ته د نورو پلټنو لپاره وسپاري.

پېښور: د چترال یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودولو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې د چترال په کېلاش سیمه کې پاکستان افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان د پوځ چترال سکاوټ او نورو استخباراتي ادارو په شریک عملیاتو کې پنځه وسلوال وژل شوي دي.

دغه امنتي چارواکي زیاته کړه چې دا عملیات د استخباراتي معلوماتو په بنیاد تر هغه وروستو ترسره شول چې د تېر خالي په ورځ پولې ته نزدې د افغانستان له نورستانه ورغلیو وسلوالو په کېلاش سیمه کې دوه شپونکیان وژلي ول او د هغوی په سلګونه څاروي یې بیولي دي.

کېلاشیانو د امنیتي ادارو پر دغه ګام خوښي ښودلې ده. د کېلاشي ټولني یو مشر وزیرزاده مشال راډیو ته وویل:

(موږ له هغې پېښې وروستو خلک ډېر وېرېدلي وو خو اوس چې پوځ دغه پنځه کسان وژلي دي نو خلکو اوس مطمینه شوي دي)

وزیرزاده زیاتوي د چترال ضلعي انتظاميې د صوبايي حکومت لخوا د وژل شویو دوو شپونکیو کورونیو ته سړي سر پنځه پنځه لاکه روپۍ مرسته کړې ده خو لا لوړپوړیو صوبايي او وفاقي حکومتي چارواکیو یې پوښتنه او تپوس نه دی کړی. دی زیاتوي پکار ده چې صوبايي او وفاقي حکومتونه له دغه غریبو کورنیو سره مرسته وکړي، چې په سلګونه څاروي یې وسله والو وړې دي:

(له دغه خلکو تر پنځلس سوه پورې ګډې وزې تښتول شوي دي او د اتیاوو لاکو نه واخلې تر یو کروړ روپیو پورې زموږ خلک تاواني شوي دي، نو صوبايي او مرکزي حکومتونو ته پکار ده چې خلکو ته د دې تاوان ورکړي، تر دې دمه یواځي د پوځ لوړپوړیو چارواکیو زموږ تپوس کړی دی خو سیاسي مشرانو او حکومتي چارواکو مو تپوس نه دی کړی.)

XS
SM
MD
LG