د لاسرسي ځای

تازه خبر

خټک: پر اقتصادي راهدارۍ تر هره حده تلای شو


د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ پر مسله بیا بیا ټول ګوندیزې غونډې کېږي
د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ پر مسله بیا بیا ټول ګوندیزې غونډې کېږي

د ګل/دوشنبې په ماځیګر د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر په کور پېښور کې د چین ـــ پاکستان اقتصادی راهدارۍ په اړه د دغه صوبې د اسمبلۍ پارلماني مشرانو غونډه وشوه. پر دې مهال پروېز خټک وویل، مرکزي حکومت دې د اقتصادی راهدارۍ لوېدیځې لار په اړه خپله ژمنه پوره کړي ګنې د خېبر پښتونخوا حکومت یې پروړاندې تر هره حده تلو ته تیار دی.

وزیر اعلا پروېز خټک غونډې ته وویل، چې دوی د اقتصادی راهدارۍ پر ختیځه لار هېڅ اعتراض نه لري خو غواړي چې مغربي لار دې هم دغه ډول له خپلو ټولو جزیاتو سره جوړه کړي. د پارلیمانی مشرانو په غونډه کي پرېکړه شوې ده چې د اقتصادی راهدارۍ پر موضوع به د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې ځانګړی بحث کوي او په دې لړ کې به د ټولو سیاسي ګوندونو د مرکزي مشرانو یوه ټول ګوندیزه غونډه رابولي.

د اطلاعاتو لپاره د پښتونخوا اعلا وزیر سلاکار مشتاق غني مشال راډیو ته وویل.

''مرکزی حکومت چې له موږ سره د راهدارۍ په اړه ژمې کړې وي هغه نه پوره کوي، اعلا وزېر د راهدارۍ په اړه مرکزی حکومت ته ویلی ول چې په لیکلي بڼه کې دې صوبايي حکومت ته د دغه ژمنو ځواب ورکړي خو د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر احسن اقبال دوی ته په لیکلي خط کې سم ځواب نه وو ورکړی. نو په دې غونډه کې په دې اړه هم بحٍث وشو او دا پرېکړه وشوه چې څه هم ګام پورته کوو نو په شریکه به ټول ګوندونه فیصله کوي او دا پرېکړه هم وشوه چې له صوبايي اسمبلۍ به یو پرېکړه لیک منظوروو او بیا به د ټولو سیاسي ګوندونو د مرکزي مشرانو یوه ټول ګوندیزه غونډه رابولو. د جمعې په ورځ د اسمبلۍ اجلاس پیلېږی او د ګل په ورځ به دغه قرارداد منظوروو''

د چين پاکستان اقتصادی راهدارۍ په اړه د صوبايي اسمبلۍ د نوي قرارداد په باب د صوبايي حکومت یو چارواکي مشال راډیو ته وویل چې په دغه قرارداد کې به دا خبره شاملوي،که مرکزي حکومت د اقتصادي راهدارۍ د مغربي لار په اړه خپله ژمنه نه پوره کوي نو بیا به صوبايي حکومت په هزاره ډویژن کې له تاکوټه تر هویلۍ پورې ځمکه باندې مرکزي حکومت ته د اقتصادي راهدارۍ جوړولو اجازه نه ورکوي.

د وزیر اعلا هاوس پېښور کې د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ په لړ کی د پارلیمان مشرانو په دی غونډه کې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان هم ګډون وکړو او د پښتونخوا ولسي تحریک او د راهدارۍ لپاره جوړ سیاسي اتحاد مشر ډاکټر سید عالم مسود د غونډې ګډونوالو ته د راهدارۍ په اړه د مرکزی حکومت د ژمنو او ځمکني حقیقت په باب معلومات ورکړل. نوموړی مشال راډیو ته وویل، چې وزیر اعظم دوه ځلي د کورېډور په باب درواغ ویلي دي.

''د ۱۵م جنورۍ ۲۰۱۵م د ټول ګوندیزې غونډې پرېکړې هم هغه رنګ درواغ وې څه رنګ چې د ۲۸م می ۲۰۱۵ په ټول ګوندیزه غونډه کې درواغ ویل شوي ول.هغه مغربي لاره چې مرکزی حکومت په ۲۰۱۸م کې د مکملولو ژمنه کړې وه، هغه مغربي لاره اوس هغه لاره نه ده او موږ ګوادر ته نه رسوي بلکې موږ یواځې تر یارکه رسوي، نو نور په وزیر اعظم څه رنګ باور وکړو چې د هغه دوه فیصلې دروغ ثابت شوې. د راهدارۍ په اړه اوس له موږ سره دوه درې اونۍ وخت دی او که په دې وخت کې مو خپل حق و نه ګټلو نو بیا به ټول عمرژړا او وير کوو"

د پارلیمان مشرانو په دغه غونډه کې د مسلم لیګ ن علاوه دنورو ټولو واکمنو او مخالف ګوندونو پارلیمانی مشرانو او نورو استازیو ګډون وکړو.

XS
SM
MD
LG