د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پر اقتصادي راهدارۍ له نواز شریف لیکلې ژمنه غواړو'


پېښور کې د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلا پروېز خټک په مشرۍ د دغه صوبې د اسمبلۍ پارلیماني ګوندونو په یوه ځانګړې غونډه کې
پېښور کې د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلا پروېز خټک په مشرۍ د دغه صوبې د اسمبلۍ پارلیماني ګوندونو په یوه ځانګړې غونډه کې

د ګل ورځې ماښام په پېښور کې د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلا په مشرۍ د دغه صوبې د اسمبلۍ پارلیماني ګوندونو په یوه ځانګړې غونډه کې د چین ــــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه پرېکړه وکړه چې پر اقتصادي راهدارۍ به د صوبايي اسمبلۍ واکمن او مخالف ګوندونو مشران له وزیر اعظم نواز شریف سره ویني.

وزیر اعلا پرویز خټک زیاته کړه، چی دوی له وزیر اعظمه باور غواړي چې پر مغربي لار به هم هغه رنګ جوړوي څه رنګ چې د کاشغر ـــ ګوادر مشرقي لار جوړول کېږي او مرکزي حکومت به په دې لړ کې دوی ته لیکلې ژمنه ورکوي:

((تر دې وړاندې هم د چین ـــ پاکستان اقتصادی راهدارۍ په لړ کې مرکزي حکومت د پښتونخوا صوبايي حکومت ته د یو خط ځواب ورکړی وو خو هغه په ځواب کې د مغربي لارې په اړه سم وضاحت نه وو کړی شوې او دا ځل دوی د مرکز نه سم ځواب غواړی ګنی بیا به دوی د پښتونخوا د ټولو سیاسي ګوندونو سره په ګډه یوه تګ لاره جوړوی او د صوبې حق ترلاسه کولو لپاره به تر هر حد پوری ځي))

د عوامي نیشنل ګوند پارلیمانی مشر سردار حسېن بابک بیا ووېل چې د پښتونخوا وزیر اعلا پروېز خټک په دې غونډه کې په واضح ډول ووېل چې د راهدارۍ په منصوبه کې د پښتونخوا او بلوچستان سره دوکه روانه ده- بابک زیاته کړه کچیری د اقتصادي راهدارۍ په لړ کې خبره د احتجاجونو پېل کولو ته ځی نو بیا پکار ده په دغه احتجاجونو کې د مولانا فضل رحمان اسفندیار ولي خانعمران خان او آفتاب احمد خان شېر پاو په رنګ مرکزی مشران ګډون اوکړي او دا خبره به سمه نه وې چي په لاندی کچه دا احتجاجونه ترسره شي-

XS
SM
MD
LG