د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې سېلاوونو ۳۳ کسان وژلي دي


د چترال ضلعې ناظم مغفرت شاه وايي، يواځې د اتوار ورځې سېلاو په چترال کې نهه ويشت کسان وژلي دي چې په هغوی کې یې د اتو کسانو مړي رااېستلي دي.

پاکستاني چارواکي وايي چې د هېواد په شمال مغربي برخو کې سېلاوونو ۳۳ کسان وژلي دي. چارواکو وړاندی د مړیو شمېره تر ۴۰و زیاته یاده کړي وه خو اوس چارواکې وایې چې د یو شان راپورونو راتللو له وجې یې د مړیو شویو کسانو شمېرې زیاتې ښودولې وي.

په دغه صوبه کې د ناورینونو سمبالولو ادارې یوه ویاند لطیف الرحمان د اتوار په ورځ مشال راډيو ته وویل چې يواځې د چترال په [اورسون] سیمه کې له سېلاوونو ۲۹ تنه وژل شوي دي.

نوموړی وايي د یادې ضلعې خلکو ته تر سېلاو وړاندې د کلیو پرېښودلو په اړه هېڅ ډول خبرداری نه و ورکړل شوی. د جولايي میاشتې له دویمې نیټې راهیسې په پاکستان کې د پشکال بارانونه پیل شوي چې په صوابۍ او مردان کې يې هم خلکو ته مرګژوبله اړولې.

د چترال ضلعې ناظم مغفرت شاه وايي، يواځې د اتوار ورځې سېلاو په چترال کې نهه ويشت کسان وژلي دي چې په هغوی کې یې د اتو کسانو مړي رااېستلي دي.

نوموړی وايي امنيتي سرتېري او رضاکار د چترال له سينده د مړیو په رااېستلو بوخت دي خو د ده په خبره سيند ډير زيات ډک دی او د چا پرې وس نه رسي.

هغه دا هم وويل چې مالومه نه ده چې ټول څومره کسان به سېلاوونو وړي وي. د چترال ناظم وايي څه باندې دېرش کورونه هم اوبو وړي دي او د نور سېلاو راتلو خطر هم شته.

XS
SM
MD
LG