د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږ کال خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې نیمایي ته ټیټې شوې


پېښور: د خېبر پښتونخوا پولیسو مشر ای جي پي صلاح الدین مسود د دوشنبې پر مازیګر په پېښور کې په یوه خبري غونډه کې ویلي دي چې د تېر کلونو په نسبت په مجموعي توګه سږ کال د ترهګرۍ په پېښو کې۵۱ فیصده کمی راغلی دی.

نوموړي وايي،د ۲۰۱۴م کال په نسبت په ۲۰۱۷م کال کې ترهګري ۷۵ فیصده کمه شوې ده او د تېر کال په نسبت سږ کال د ترهګرۍ په پېښو کې ۵۱ فیصده کمی راغلی دی.

د نوموړی په وینا تېر کال له پولیسو سره په رسمي توګه د ترهګرۍ ۲۵۲ مقدمې درج شوی ول او سږ کال د ترهګرۍ ۱۲۶ مقدمې درج شوي دي.

صلاح الدین زیاته کړه چې سږ کال تر ۴۲۸ وسله وال امنیتي ادارو نیول دي پکې ۷۰ د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي او د کامیابو پلټنو وروسته عدالتونو ته د ۳۵۰ ترهګرو قضیې لېږدول شوي دي.

ده وویل، د وسله والو د فعالیتونو پرته سږ کال د مشال خان د وژنی او په ډېره اسماعیل خان کې د یوې جینۍ د بې حجابه کولو په رنګ افسوسناکې پېښې هم شوي دي.

صلاح الدین دا هم زیاته کړه د مشال خان وژنه هم په دې روان کال شوی وو چې په کې د هغې د وژنی ټول ککر ۶۱ مجرمان نومول شوي وو چې پکې ۵۷ کسان نیول شوي دي او بله لویه پېښه د ډېره اسماعیل خان د شریفې په نوم له یو جینۍ سره شوې ده او په دغه پېښه کې ټول نهه مجرمان ککړ وو چې پکې اته نیول شوي دي.

د پولیسو مشر د دې تفصیلاتو وړاندې کولو وروسته په پېښور کې د صوبايي حکومت لخوا هغه پولیس سرتېرو ته د ستایني سندونو هم ورکړل شو کومو چې څو ورځې وړاندې د پېښور په کرنیز روزنیز مرکز د برید په مقابه کړې وه او په دغه پېښه کې یې د درنې مرګ ژوبلې مخه نیولې وه.

XS
SM
MD
LG