د لاسرسي ځای

تازه خبر

صوفي محمد پرېښودل کېږي


پېښور های کورټ د دوشنبې ورځ ناوخته د تحریک نفاذ شریعت محمدي د مشر خوشېکولو خواست منظور کړی دی او د یاد عدالت وقار احمد نومي قاضي په ضمانت د هغه د خوشي کولو منظوري ورکړی ده.

صوفي محمد په وروستي ځل په ۲۰۰۹ز کې نیول شوی وو او د هغه پرضد د ریاست پرضد د غدارۍ یوشمېر مقدمې درج شوې وې. نوموړي د تحریک طالبان پاکستان د مشر ملا فضل الله سخر هم دی خو په دوه زره څوالسم کې چې شاو خوا درې کلونه وړاندې د پېښور په ارمي پبلک سکول کوم برید شوی وو د هغې برید څلور ورځي روستو د هغه لخوا لاس لیک شوې یو وصیت نامه خپره شوي وه او په هغه وصیت نامه کې صوفي محمد د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونو باندی سختي نیوکې کړي وې.

د پېښور های کورټ لخوا په ضمانت د صوفي محمد د خوشي کولو په لړ کې د هغه وکېل فدا ګل مشال راډيو ته ووېل په صوفي محمد باندي داسې مقدمې درج شوې وې چې سزا یې ټول عمري قید وو او په داسې مقدمو د قانون له مخې فیصله په دوه کلونو کې پکار وي خو د صوفي محمد په مقدمو اووه کلونه تېر شول او د سوات عدالت ته پېش نه کړل شو.

'زه په هغه وجوهاتو خبره نه کوم چې ولې دی د سوات عدالت ته وړاندې نه کړل شو او ولې د هغه مقدمې تر دې دمه سر ته ونه رسول شوې، ما په عدالت کې د هغه د ډېر عمر په بنیاد او د هغه په مقدمو کې د ډېر وخت د تېریدلو په بنیاد غوښتن لیک ور استولې وو، او عدالت زموږ د غوښتن لیک په رنړا کې په ضمانت د هغه د خوشي کولو امر ورکړو.'

د مشال راډيو له خبریال غلام غوث سره په خبرو کې فدا ګل وویل، صوفي محمد به دوو درېو ورځو کې خوشې کړل شي:

'صوفي محمد د خوشې کولو امر د دوو کسانو او اووه لکو روپو د ضمانت په شرط شوې دې. اول به د هغه بچیان د عدالت دغه حکم ترلاسه کوي او بیا به دغه حکم د سوات عدالت ته وړل کېږي او که په ډاکخانه دغه حکم لېګدول کېږي او د خوشي کولو امر واپس پېښور ته رارسول کېږی نو بیا به هم په دې باندی درې ورځي لګي.'

صوفي محمد د ۱۹۹۰ په لسیزه کې د صوبې د انتظام لاندی قبایلي سیمه ملاکنډکې د اسلامي شریعت نافد کولو په تحریک د سخت دریزو همدردۍ ترلاسه کړې وې. په نیویارک ښار د القایده لخوا د بریدونو روستو په ۲۰۰۱ زیږیز کال کې چې کله د امریکا په مشرۍ په افغانستان ایتلافي ځواکونو د القایده وسلوالو په ضد عملیات پېل کړل نو صوفي محمد هغه وخت د ملاکنډ قبایلي سیمي زرګونه خلک افغانستان د امریکايي ځواکونو سره د جنګ لپاره لېګدولي وو او هغه کسانو کې اوس هم د ډېرو د مړي او د ژوندی معلومات نه دی ترلاسه شوي.

د صوفي محمد لخوا افغانستان ته د خلکو د لګېدولو وروستو هغه وخت د جنرال پروېز مشرف په دور کې د هغه په تنظیم نفاذ شریعت محمدی بندېز ولګول شو او په ۲۰۰۲م کال کې صوفي محمد ونیول شو خو بیا په ۲۰۰۸م کې چې کله په وفاق کې د پاکستان پېپلز ګوند حکومت وو او په خېبر پښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند حکومت وو نو هغه وخت صوفي محمد بیا له زندانه په دې موخه خوشې کړل شې چې دې به د خپل زوم ملا فضل الله د وسلوالو او حکومت ترمېنځ د مزاکراتو د لاري صلح راولي. خو په ۲۰۰۹م کې چې کله صوبايي حکومت په ملاکنډ ډویژن کې د شریعت نافذ کولو اعلان اوکړو نو صوفي محمد د قاضیانو د ټاکنو په طریقه کار د حکومت سره وران شو او د سوات په ګراسي ګرانډ کې یې د عدالتو او پارلیمان په ضد سخته وینا اوکړه. د هغي روستو مولانا صوفي محمد بیا په ۲۰۱۰م کې ونیول شو او د پېښور په مرکزي زندان کې واچول شو او د هغه په ضد د غدارۍ یو شمېر مقدمې درج شوی.

د صوفي محمد په ضد درج شوي مقدمې لا خپل منطقي انجام ته نه وې رسېدلي چې پېښور های کورټ تېره ورځ بیا په ضمانت د هغه د خوشي کولو امر ورکړو.

XS
SM
MD
LG