د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې به امامانو ته اوس میاشتنۍ تنخا ورکول کېږي


پېښور: وزیر اعلا سیکرټرېټ پېښور د خپور شوي بیان ترمخه د نهې په ورځ د صوبې اعلا وزیر په مشرۍ په یوه غونډه کې د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک د جماتونو امامانو ته د میاشت په سر د ۱۰ زرو روپیو د وظیفې ورکولو منظوري ورکړه.

د جماتونو امامانو ته د اعزازي پېسور د ورکولو لپاره یو طریقه کار هم جوړ کړل شوی دی چې ترمخه به یې د خېبر پښتونخوا هغه امامانو ته دا پېسې ورکول کېږي کوم چې پاکستاني شناختي کارډ لري او په جمات کې د جمعې د مونځ خطبه ورکوي.

په پېښور کې له ریلوې سټېشن سره نږدې د جمات یو خطیب مولانا مسعود خان وايي، د پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامي ایتلافي حکومت دا ګام په راروانو ټاکنو کې د سیاسي هدفونو ترلاسه کولو لپاره پورته کړی دی.

په دې لړ کې د مذهبي چارو صوبايي وزیر حاجي حبیب الرحمان مشال راډیو ته وايي لومړی شرط د امام شناختي کارډ به د پاکستان وي او د دیني مدرسو د پنځو منل شوي بورډونو کې د یو بورډ یې د علم درجه ترلاسه کړي وي او بل دا چې په جمات کې د جمعې خطبه ورکوي.

نوموړي وايي،دا تنخوا نه ده بلکې دا اعزازي پېسې دي او د میاشت په سر به ۱۰ زره روپۍ ورکول کېږي او دې به د کال په سر دوه نیم اربه روپۍ خرچ راځي.

ده وویل، د امامانو د تصدیق لپاه مو کمیټي هم جوړه کړې ده په لومړۍ کې موږ د ۳۰ زرو کسانو اندازه لګولې ده خو اوس موږ داسې تر ۱۹ زرو پورې د هغه امامانو شمېره راټوله کړې ده چې زموږ د طریقه کار مطابق د دې وظیفې لپاره حقداره دي خو موږ هڅه کوو چې دا شمېره ۳۰ زرو ته ورسوو.

په پېښور کې له ریلوې سټېشن سره نږدې د جمات یو خطیب مولانا مسعود خان وايي، د پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامي ایتلافي حکومت دا ګام په راروانو ټاکنو کې د سیاسي هدفونو ترلاسه کولو لپاره پورته کړی دی.

نوموړی وایي، ۱۰ زره روپۍ چې دوی ورکولی نو څلور کاله وړاندې به یې دا ګام پورته کاوه.

د خیبر پښتونخوا اوسنی صوبايي حکومت د مودې تر ختمېدو پورې به ملا امامانو ته د میاشتني معاش ورکولو خبره یقیني وي او پکار ده چې راروان حکومت هم دې پالیسۍ ته دوام ورکړي.

ده وویل، که دوی په دې خبره کې مخلص وي نو په دایمي ډول دې د اوقافو د محکمې په رنګ په مستقل بنیادونو خطیبانو له د تنخواګانو ورکولو تګلاره جوړه کړې اوس د دوی د حکومت لږ وخت پاتې دي او په دې ګام دوی د راروانو ټاکنو لپاره دیني عالمان اخېستل غواړي.

خو بلې خوا ته په نوښار کې د حقاني مدرسې مهتمیم او د جمعیت علمای اسلام (س) صوبايي مشر مولانا یوسف شاه د صوبايي حکومت د دې ګام ستاینه کوي او وايي د جماتونو او مدرسو لپاره د حکومت لخوا د دې د زیاتو مرستو اړتیا ده.

مولانا وايي، کومو خلکو چې د صوبايي حکومت د دې ګام پرضد پروپیګنډې کولې چې دا د صوبايي خزانې پیسې نه دی او په بجټ کې د دې ذکر نه وو شوې نو نن هغه ټولې پروپيګنډې ختم شوي او وزیر اعلا د خزانې د محکمې له لارې د دې منظوري ورکړه.

نوموړی وايي، موږ هڅه کوو چې د حکومت د جماتونو او مدرسو لپاره نورې مرستې هم ترلاسه کړو.

ده وویل، جماتونه او مدرسې د چا شخصي ځایونه نه دي بلکې دا د ټول قام لپاره د غېر دولتي ادارو په رنګ د دین د اشاعت کارونه کوي.

د نوموړي په وینا ،پکار ده جماتونو ته د بجلۍ بلونه هم معاف کړي، نو زما په اند د پښتونخوا حکومت دا ډېر ښه کار کړی دی.

د مذهبي چارو د صوبايي وزیر حبیب الرحمان نه مې او پوښتل چې ایا د ۱۰ زرو د میاشت په حساب دا اعزازي پېسې ورکول به دایمي وي او که څنګه نو په ځواب کې نوموړي وویل چې د هغوی د صوبايي حکومت د مودې پورې به دا خبره یقیني وي او پکار ده راروان حکومت هم دې پالیسۍ ته دوام ورکړي.

یاده دي وي چې د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د جماتونو د امامانو لپاره دا ګام په داسي محال پورته کړې چې راروانو عامو ټول ټاکنو ته ډېر لګ وخت پاتي دې او هم په دې وجه د موجوده صوبايي حکومت مخالف ګوندونه د صوبايي حکومت په دې ګام نیوکي کوي.

XS
SM
MD
LG