د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د کرنې پر روزنیز مرکز برید نهه تنه وژلي دي


په پېښور کې د زرعي روزنیز مرکز پر هاسټل د وسله والو طالبانو په برید کې نهه تنه وژل شوي چې د چارواکیو په خبره اته پکې زده کوونکي دي. په ځوابي برید کې درې واړه بریدګر هم وژل شوي دي.

د جمعې پر ورځ د عید میلاد النبي په مناسبت په خیبر پښتونخوا کې عامه رخصتي یا چوټي وه. زده کوونکي وايي، دوی ویده ول چې برید وشو.

چارواکي وايي، وسله والو چادرۍ [برقعې] اغوستې وې او نن سهار يې د اسلامیه کالج پوهنتون مخامخ د زرعي روزنیز مرکز په هاسټل برید کړی دی.

د پېښور اېس اېس پي اپرېشنز سجاد خان مشال راډیو ته وویل، د کرنې روزنیز مرکز ته درې ځانمرګي بریدګر ورننوتي ول. د هغوی په ډزو کې اته طالبعلمان او یو څوکېدار وژل شوي دی.

امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او پوځ ادعا کوي چې درې واړه برید ګر يې وژلي دي.

د پېښور شېرپاو روغتون منتظمینو مشال راډیو ته وویل چې په برید کې د یوه خبریال په ګډون ۲۲ کسان ژوبل شوي هم دي.

تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې ده. او ویلي يې دي چې دوي د استخباراتي ادارو مرکز په نخښه کړی دی.

ویډیو: د مرستندویه ادارې ویاند معلومات ورکوي

په پېښور برید کې نهه وژل شوي، ۲۲ ژوبل: فیضي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:07 0:00

په پېښور کې د مرستدویه ادارې ۱۱۲۲ ویاند بلال فیضي مشال راډیو ته وویل، د دوی کارکوونکو په امبولانسونو کې نهه مړي او ۲۲ ژوبل کسان روغتونونو ته وړي دي.

عیني شاهد د سترګو لیدلی حال بیانوي

د پېښور د کروندګرۍ پر روزنیز مرکز برید شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:51 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د شېرپاو هسپتال یوه منتظم مشال راډیو ته وویل، په ژوبلو کې یو خبریال دی.

XS
SM
MD
LG