د لاسرسي ځای

تازه خبر

''پخوانی طالب ویاند دې نه پرېښودل کېږي''


د تحریک طالبان پاکستان او تحریک طالبان پاکستان جماعت الحرار د پخواني ویاند احسان الله احسان
د تحریک طالبان پاکستان او تحریک طالبان پاکستان جماعت الحرار د پخواني ویاند احسان الله احسان

پېښور: پېښور های کورټ نن (چارشنبه) د تحریک طالبان پاکستان او تحریک طالبان پاکستان جماعت الحرار د پخواني ویاند احسان الله احسان د نه پرېښودلو لنډه پرېکړه واوروله.

په پېښور های کورټ کې اته میاشتې وړاندې یو غوښتنلیک د آرمي پبلیک سکول د وژل شويو ماشومانو د میندو او پلرونو د ټولنې د مشر فضل خان ایډوکېټ لخوا داخل کړل شوی وو چې پکې د تحریک طالبان پاکستان او تحریک طا لبان پاکستان جماعت الحرار د پخواني ویاند احسان الله احسان د بخښلو پرځای هغه ته د پوځي عدالت له لارې د سزا ورکولو غوښتنه شوې وه خو پېښور های کورټ یواځې د هغه د نه خوشېکولو امر ورکړو.

ارمي پبلک سکول د وژل شوو ماشومانو کورنۍ د عدالتي کمیشن غوښتنه کوي

د احسان الله احسان په اړه د یاد عدالت د پرېکړي په اړه مدعي فضل خان مشال راډيو ته وویل، له عدالته یې دوه غوښتنې کړې وې او عدالت د سرکار له ځوابه مطمین نه وو نو عدالت اته میاشتې پس د دې مقدمې په لړ کې د احسان الله احسان د نه خوشېکولو امر ورکړو: ''زموږ یوه غوښتنه دا وه چې له موږ سره دا وېره ده چې حکومت یا خو احسان الله احسان ته معافي ورکوي یا یې ورکړې ده نو عدالت دې د داسې کولو لار ونیسي او دوهمه غوښتنه مو دا وه چې د پوځي عدالت له لاري دي ده ته سزا ورکړل شي، نو د پېښور د های کورټ په مشر قاضي یحیا اپرېدي او اعجاز انور قاضي باندي مشتمل دوه کسیزه بنچ دا امر ورکړو چې حکومت به احسان الله احسان له بنده نه خوشې کوي.''

اظهر ته ګام په ګام د پېښور سکول برید یادېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:31 0:00

مشال راډيو له فضل خانه وپوښتل چې ولې هغه د احسان الله احسان د بخښلو او د هغه د خلاصولو په حق کې نه دی نو په ځواب کې هغه وايي:

''د رسنیو له لارې ولس ته احسان الله احسان په داسې ډول وړاندې کړل شوی، ګنې هغه له سمې لارې بې لارې شوی وو او هغه د معاف کولو مستحق دی خو دا خبره له قانون سره سمون نه لري چې یو سړی دې په خپل عمل پښېمانه وي او هغه دې بیا معاف کړل شي. دا اختیار له موږ سره دې چې موږ یې بښو او کنه؟ دا زموږ ماشومان خو څه د پوځ یا حکومتي ادارو نوکران نه وو چې له وسلوالو سره په جنګ وو بلکې دا خو زموږ ماشومان وو او په آرمي پبلیک سکول کې یې علم او تعلیم ترلاسه کولو او د دغه پېښې پرته هم احسان الله احسان له ډېری پېښو ذمه واري منلې وه چې پکې ولسي وګړي وژل شوي ول.''

احسان الله احسان د ۲۰۱۷م کال د فبرورۍ په میاشت کې له وسله وال یاغیتوبه توبه ګار شوی وو او ځان یې د پاکستان امنیتي ادارو ته سپارلی وو او هغه وخت هغه په خپل بیان کې له وسله والو سره په تړاو پښېماني ښودلې وه او ویلي یې وو چې هغه له کومو وسله والو ډلو سره پاته شوی وو هغوی په سمه لار نه وو.

احسان الله احسان د وسله والو طالبانو د ویاند په توګه د ۲۰۱۴م کال په ۱۶م دسمبر د پېښور په ارمي پبلیک سکول کې د هغه خونړي برید ذمه واري منلې وه چې نېږدې ۱۳۲ ماشومان او نهه د ښوونځي نوره عمله یې وژلې وه او په لسګونه نور یې ژوبل کړي ول.

حمزه په دغه ورځ سکول ته تلل نه غوښتل

XS
SM
MD
LG