د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمایله کوثر: ۳۶ فیصده پاکستانۍ ښځې د تشدد ښکار دي


پر ښځو د تشدد مخنیوي او ښځو ته د واک اختیار تر لاسه کولو لپاره کارکوونکې ادارې - روزن - په یو تازه رپوټ کې ویلي چې په پاکستان کې ۳۶ فیصده ښځي د کورني تشدد ، ۲۶ فیصده د نفسیاتي تشدد او ۳۰ فیصده ښخي د اقتصادي تشدد ښکار دي.

د روزن سروې ترمخه ۳۰ فیصده ښځي د اقتصادي تشدد ښکار دی او دا هغه ښځي دي چې یا خو ورته د خپل کار روزګار سمه معاوضه نه ورکول کېږي او یا د کور نارینه د ښځو نه د هغوی ګټلي پېسې قبضه کوي.

د دغه ادارې مشر رضوان سعید مشال راډيو ته ویلي دي چې د هغوی د سروې ترمخه هغه سړي چې ودونه یې نه دي کړي او هغه سړي چې ودونه یې کړي دي، دا دواړه رقم سړي ښځو ته د واک اختیار په ورکولو بېل بېل نظرونه لري.

نوموړي زیاته کړه چې زیات هغه ځوانان او سړي چې ودونه یې نه دي کړي دا سوچ لري چې سړي دی په ښځو غالب وي او ښځه دې د سړي تر کنټرول لاندې وي لیکن هغه سړي چې ودونه یې شوي دي هغوی ښځي ته په واک اختیار ورکولو نرمه رویه لري او غواړي چې ښځي ته دې هم خپل واک او اختیار ورکړل شي.

د روزن تنظیم د خېبر پښتونخوا مشره شمايله کوثر وايي له ښځو سره د پېدایش سره سم د امتیازي سلوک لړۍ پېل کېږي.

نوموړې وايي، د انجونو په پېدایش باندې خلک خفه وي او د هلک په پېدایش خلک خوشحاله وي.

نوموړې زیاتوي انجونو ته خلک سم خوراک نه ورکوي او نه د یې په تعلیم سمه خرچه کوي نو له پېدایش سره سم دا توفیري چلن پېل شي او بیا چې لویه شي نو د واده په وخت ترې هم تپوس نه کېږي او نه د خپلې خوښې د سبق ویلو یا کار روزګار د لټولو موقع ورکړل کېږي.

د بشري حقونو یوه فعاله شهناز وايي که چیرته مور پلار د انجونو ډاډګېرنه وکړي نو ښځې د صنفي برابرۍ خپل حقونه ترلاسه کولای شي.

ده وویل، زما مور به زما له پلار سره زما د تعلیم په خبره جنګ کولو چې دا به سبق هم وايي او پخپله خوښه به خپل ژوند تېروي نو نن زه خپله په یو غېر دولتي تنظیم کې د ښځو د حقونو لپاره کار کوم.

نوموړې وايي،زما د مور په برکت نن زموږ په خاندان کې انجونو سبق هم وايي او کار روزګار هم کوي چې زموږ مور پلار او خوېندې زموږ سره ولاړ وي نو بیا موږ خپل مستقبل ښه کولای شوو.

د بشري حقونو کارکوونکي وايي د ښخو پرضد د تشدد کمولو او د صنفي برابرۍ لپاره حکومت او د ټولنې خلکو ته په شریکه کار پکار دی او په فېصله سازۍ کې له کوره تر پارلېمانه ښځو ته د خپل اواز پورته کولو موقع ورکول پکار دي.

XS
SM
MD
LG