د لاسرسي ځای

تازه خبر

ميا افتخار: په پاکستان کې د ترهګرۍ ختمېدو تاثر غلط دی


پېښور - د عوامي نېشنل ګوند مرکزي سیکتر میا افتخار حسېن ادعا کړې ده چې دا تاثر غلط دی چې په پاکستان کې ترهګري ختمه شوې ده.

د خالي یا شنبې پر ورځ د پېښور په لېډی رېډنګ روغتون کې په شمالي وزيرستان کې شوې چاودنه کې د ژوبلو کسانو تر تپوس وروسته نوموړي مشال راډیو ته وويل چې په کوټه، پېښور او ان په شمالي وزيرستان کې چې پکې څو ځله پوځي عمليات شوي چاودنې شوي خو پر دې سربيره هم مشکوکه وسله وال په بريدونو کې بريالي شوي دي.

ميا افتخار تور پورې کړ چې حکومت د ترهګرۍ ضد جګړه جدي نه اخلي بلکې د خپل واک په ژغورلو کې بوخت دی.

د پاکستان حکومت او پوځ په بیا بیا دا ادعا کړې چې مشکوکه وسله والو ته يې ماتې ورکړې او د هغوي مرکزونه يې ختم کړي.

خو ميا افتحار حسين وايي، په ۲۰۱۴ز کال کې پر پېښور ارمي پبلک سکول تر بريد وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې جوړ قامي اېکشن پلان باندې عمل نه کېږي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې پاکستان او افغانستان په ګډه د وسله والو ضد کارروايۍ کولو باندې سره سلا شوي ول خو د ده په وينا لاهم د ښه او بد وسله وال ترمنځ توپير کېږي.

XS
SM
MD
LG