عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د شمالي وزيرستان پوليټکل چارواکي وايي، په راتلونکو څو مياشتو کې به ټول بې کوره کړل شوي وزيرستانيان خپلو کورونو ته ستانه کړي.
د بنو اوسېدونکي او روغتیايي کارکوونکي وايي، د شري وبا له کبله ګڼ ماشومان روغتونونو ته وروړل شوي دي. د بنو په روغتون کې د مریضانو شمېر دومره زیات دی چې په یو کټ کې دوه او درې ماشومان پراته دي. ویډیو وګورئ.
د خوړو نړیوالې ادارې (ډبلیو اېف پي) په بنو کې د شمالي وزیرستان کډوالو لپاره د خوړو معاینه وکړه. له مودې راهیسې دې کډوالو شکایت کاوه چې د اوړو معیار خراب دی. نو د خوړو نړیوالې ادارې په کیمپونو کې ډوډۍ پخه کړه او د اوړو معیار معاینه یې وکړه. تفصیل په دې ویډیو کې.
د لکي مروت نیمه قبایلي سیمې اوسېدونکي وايي، د مروت کانال له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې وچ پروت دی. دوی وايي، د دې له کبله لاکونه کناله ځمکه شاړه شوې ده. کروندګر وايي، د ځمکې شاړېدو له کبله یې ژوند زښت اغېزمن شوی. دوی له حکومته د اوبو بندوبست غوښتنه کوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
بنو: په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله لوی شمېر نورې کورنۍ بې کوره شوې دي.
د شمالي وزیرستان ټولو سیاسي ګوندونو اتحاد او مشرانو له پولیټیکل انتظامیې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې بېکوره کړل شوي خپلو سیمو ته ستانه کړي، ړنګ شوي کورونه او بازارونه دې ورته بیا ودان کړي او له افغانستان سره د کاروبار کولو لارې دې ورته برابرې کړي. تفصیل په دې ویډیو کې.
د شمالي وزیرستان یوه کډوال له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، "نور دې د شمالي وزیرستان کډوال نه ځڼدوي. ماشومان مو له تعلیمه محرومه دي. دی زیاتوي چې له خپلو سیمو یې په درو ورځو کې را-اېستلي ول خو ستنېدل مو کلونو ته اوږد شو."
د شمالي وزیرستان داوړ قبیلې په بنو کې د یوې احتجاجي مظاهرې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د کډوالو د ستنولو لپاره دې یوه کوټلې کړنلاره جوړه کړي. دغه قبایل چې د ستنېدو له اوسنۍ پروسې راضي نه معلومېدل، غوښتنه یې کوله چې حکومت دې د دوی عرض واوري کنه نو خپل احتجاج به همداسې جاري وساتي. د مشال راډیو
میرانشاه بازار چې نزدي څورلس سوه دکانونه وو، نن د یو میدان یا لوبغالي په شان ښکاره کېږي.
محمود خان اڅکزي وویل، که څوک پاکستان په بې انصافۍ چلوي، نو سيندي، پنجابي او بلوڅ ته دې خپل وطن مبارک وي، پښتانه به خپله ګزاره وکړي.
د قبایلي سیمو ځیني مشران وايي چې د فاټا د راتلونکي پریکړه به دوې پخپله کوي. تېره ورځ په بنو کې د قبایلي سیمو مشرانو یوه لویه جرګه وشوه چې پکې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم ګډون درلود.
بنو: د شمالي وزيرستان د خيسور سيمي اوسېدونکي وايي حکومت ورته ويلي چې له رزمکه نيغ په نيغه کورونو ته نشي ستنېدای بلکې لومړی دي بنو ښار ته ورشي او ځانونه دي رجسټر کړي.
د پاکستان پوځ وايي په لومړۍ ځل يې جنګ کې خپلې جوړې کړې ډرون الوتکې کارولي دي. دوی وايي بوراق بې پيلوټه الوتکې په شمالي وزيرستان کې درې مشکوک وسله وال ووژل. تر اوسه طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په شمالي وزیرستان کې یې ۱۰ وسله وال وژلي او د هغوی پټنځایونه یې له منځه وړي دي.
د شمالي وزيرستان سياسي مشرانو د یو ګډ لاریون پر مهال ویلي چې د پاکستان له جوړېدو وروسته پر دوي يو شمېر ظلمونه شوي دي.
د جګړو او پوځي عملياتو له وجې بې کوره شوي کډوال وايي اختر يې د خپلو کلو په شان نه وو. هغوی له پوځ څخه غوښتنه کړې چې زر تر زره دي يې خپلو سيمو ته واستوي. دوی پر حکومت نيوکه کړي چې ورسره کړې وعدې يې نه دي پوره کړي.
د ترکي مرستندويه ادارې سرې میاشتې – ریډ کریسنټ - د شمالي وزيرستان په بې کوره کړل شوو خلکو کې د مرستې په توګه خوراکي توکي وېشلي دي.
د شمالي وزيرستان د ټولو سياسي ګوندونو اتحاد د دې سيمې د کډوالو د ستنولو په عمل کې د چټکۍ غوښتنه کړېده.
محمد نذیر د زیارت یا پنجشنبې پر ماښام د بنو په رېنګ روډ خیمو کې له مېشتو کډوالو سره د روژه ماتي پر مهال وویل، حکومت ته په کار دي چې د ۱۰۰ یا ۱۵۰ کورنیو پر ځای ډېرې کورنۍ هره ورځ خپلو کلیو ته ستنې کړې.
بنو: له شمالي وزیرستانه بې کوره کړل شوي خلک وايي، یو خوا د دوبي (اوړي) سخته ګرمي ده او بل لوري ته د روژې میاشت پیل دی، نو دوی په لمر کې د خوړو (راشن) تر لاسه کولو ته په ساعتونه ساعتونه انتظار باسي. دې کډوال مشال راډيو ته وویل، حکومت دې دوی ته د خوراک څښاک شیان ژر تر ژره ورکړي چې لږ تر لږه یې
نور وښیئ