د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزيرستان د غمجنو کډوالو اختر څنګه وو؟


د جګړو او پوځي عملياتو له وجې بې کوره شوي کډوال وايي اختر يې د خپلو کلو په شان نه وو. هغوی له پوځ څخه غوښتنه کړې چې زر تر زره دي يې خپلو سيمو ته واستوي. دوی پر حکومت نيوکه کړي چې ورسره کړې وعدې يې نه دي پوره کړي.

ډېره اسماعېل خان کې مېشته د شمالي وزيرستان کډوال وايي حکومت ورته د اختر هغه پیسې په وخت ورنه کړي چې دوی سره يې وعده شوې وه.

د جګړو او پوځي عملياتو له وجې بې کوره شوي خلک وايي چې حکومت هرې کورنۍ ته د اختر لپاره د دوو مياشتو ۲۴۰۰۰ روپيوو ورکولو وعده کړي وه چې په وخت يې پوره نه کړه.

يو کډوال بخت دين نن مشال ريډيو ته وويل چې د پيسو د نه ورکړې له وجې يې د اختر ضرورتونه سم پوره نه شو کړلی.

((موږ سره يې وعده کړي وه چې له اختر مخکې به له وزيراعظم منظور شوې دوه مياشتې دولس زره، دولس زره روپۍ راکوي. را يې نه کړي. نه مو د اختر جامې واخيستي او نه نور څه. اختر مو ښه تېر نه شو.))

زر مو خپلو سيمو ته وليږئ. په خپل کلي پسې ژړا راځي.

هلته بيا پارليمنټ کې د قبايلي سيمو يو استازي محمد نزير بيا مشال ريډيو ته وويل چې د خلکو دا مشکل به حکومتي چارواکو سره شريکوي تر څو کډوالو ته زر تر زره پيسې ورسي.

په همدي حال کې بنو کې مېشته کډوال وايي چې له وزيرستانه بهر اختر تېرول اسانه نه وو. د رحيم خان په نامه يو بې کوره شوي کس مشال ريډيو ته وويل: ((سخت مې ژړلي دي. زموږ کلی خو لکه ګل داسې وو. دلته خو هيڅ شی نشته. نه مو خپل خپلوان شته او نه يو بل کره تګ راتګ.))

يو بل کډوال بيا وايي چې په خپل کلي کې به يې اختر کې ځوانانو ډولونوته اتڼنونه کول، دسترخوان به لګيدلی وو او يو بل ته به يې په خوشالۍ مبارکې ورکولې. حاجي محمد امير جان وويل: ((خپل وطن مو ډېر ياديږي. وايم چې له کلي سره نيزدي غرونو ته تللی وی او يوازې شنو غرونو ته مو هم کتلی نو د کډوالو له کمپونو به ښه وو. له پوځ سوال (خواست) کوو چې زر تر زره مو خپلو سيمو ته وليږئ.))

XS
SM
MD
LG