عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د خېبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستان پریس فاونډیشن د شمالي وزیرستان خبریالان ته په جنګ ځپلو سیمو کې د خپل ځان ساتلو لپاره روزنه ورکړه. په دې اړه یو شمېر خبریالان وایي، په روزنه کې یې پوهه ترلاسه کړه چې څنګه له خطرونو ځان وساتي.
وزیرو او داوړو په خپل لیک کې له حکومته غوښتنه کړې چې ژر دې یې کلیو، کورونو ته ستانه کړي، په سیمه کې دې د پوځ له مداخلته ازاد ژوند زمینه ورته برابره کړي، پولیټیکل اېجنټ دې د پخوا په څېر واک ولري، د خاصه دارو له امنیتي پوستو پرته ټولې پوستې دې ختمې کړي او د وزیرستان معدني زېرمې دې
د استخباراتي ادارو چارواکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، دا برید په دته خېلو کې شوی چې پکې دوه مشکوک پټنځایونه په نښه کړل شول. دوی وايي، تر اوسه مالومه نه ده چې وژل شوي مشکوکه وسله وال کورني دي او که بهرني.
د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شوي خلک د پاکستان شناختي کارډونو له ادارې (نادرا) شکایت کوي چې تر ډېرو مرحلو وروسته چې کله د شناختي کارډونو فارمونه جمع کړي نو د نادرا په دفتر کې په ډېر وخت تېرېږي چې د ولس لپاره ستونزمن کار دی.
د میرلي یوه مشر ملک نثار علي خان مشال راډيو ته وویل، ده له حکومته د ریښتینې نېټې ورکولو غوښتنه کړې وه، اوس غواړي چې هرومرو پر اعلان شوې نېټې د کډوالو ستنېدل پیل کړي. ده وویل، د عملیاتو پر مهال د دوی کروړونو روپیو تاوان شوی نو حکومت باید دا تاوانونه ورپوره کړي.
پېښور پوهنتون کې د افغانستان یو زده کوونکی محمد یاسین له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د ځوانانو لپاره د کار روزګار موقعې برابرول به د ځوانانو په اقتصادي ژوند کې لوی پرمختګ راوړي.
په بنو کې ناحکومتي تنظیم الفلاح ۸۵ بې روزګاره کسانو ته د کاروبار پیلولو کولو لپاره سامانونه ورکړي. دغه بې روزګاره کسانو ته د موبایل، پټرول، ډېزل، شفاخانې، سبزیانو او پرچون دکانونو خلاصولو لپاره د ۵۰ زرو روپیو سامان ورکړل شو. نور تفصیل په دې ویډیو کې.
پاکستان پیپلز پارټۍ په بنو کې له شمالي وزیرستانه بې کوره کړل شوو نژدې ۱۵۰۰ کورنیو ته کمبلې او برستڼې ووېشلې. له بنو د عمردراز وزیر ویډيو
چارواکي د نوم نه ښودو په شرط وايي، د ډرون الوتکو برید د پنجشنبې پر سهار په دته خېلو کې شوی دی. د دوی په خبره، امریکايي بې پیلوټه الوتکو د وسله والو پر یوه ګاډي دوه توغندي وداغل چې پکې درې وسله وال ووژل شول.
د شمالې وزیرستان د اتمانزی قبیلې مشرانو ویلي چې دوی د بې کوره شوو خلکو ژر تر ژره ستنېده غواړي. دا غوښتنه د شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په بنو کې په تر سره شوې جرګه کې شوې ده.
د شمالي وزیرستان د میرعلي ایدک قبیلې مشرانو تېر ماښام په جرګه کې پرېکړه وکړه چې په خپله سیمه کې به امنیت ټینګوي او هېڅ کله به هم کډه و نه کړي.
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار د دوشنبې پر ماښام په یوه بیان کې وویل، تر اوسه یې میرامشا، میرلي، بویه، دېګان او تر دته خېلو پورې سیمې له وسله والو پاکې کړې دي.
زیات ظلم چې شوی دی [له څارویو] سره شوی دی. ځناور [او څاروي] مړه پراته [ول]، سخت بوی یې کاوه. اوبه ورته نه مېلاوېدې. ځینې د اوبو [نشتوالي] له وجې مړه ول او ځینې په توپونو ویشتل شوي ول.
په شمالي وزیرستان کې د روانو عملیاتو پر مهال خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې هلته ولاړ شي او د مرګ ژوبلې د کره شمېر په ګډون د عملیاتو نور حال هم په بې طرفۍ او ازاده ډول بیان کړي.
((نه د دوی پیسې زموږ په کار دي، او نه مو د دوی راشن په کار دی، بس چې خپل وطن ته مو [واستوي.]))
د پاکستاني پوځ سرچینې دعوه کوي چې په شمالي وزیرستان کې یې د بمبارۍ پر مهال شاوخوا ۲۸ وسله وال وژلي او د دوی شپږ مرکزونه یې ړنګ کړي دي.
سیه ییز چارواکو د برید پخلی کړی دی او وايي چې بې پایلټه الوتکې د شنبې په سهار وختي هلته د وسله والو یو مرکز په دوو توغندیو وویشتئ.
د شمالي وزیرستان د خبریالانو یو پلاوي پرون په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د ګورنر سردار مهتاب عباسي سره وکتل او نوموړی یې د شمالي وزیرستان د بې کوره شویو
د بخښنې نړۍواله اداره «امنېسټي انټرنېشنل» وایي، دوی په پاکستان کې د جیو په بندولو او پر خبریالانو حملو سخت اندیښمن کړي دي، او د پاکستان حکومت ته یې ویلي باید خپل پام پر خبریالانو حملو ته هم واړوي، او د دغه حملو ازادې پلټنې وکړي.
د شمالي وزيرستان د اتمانزو وزيرو جرګې دويمه غونډه نن – د شنبې – په ورځ میران شاه ته نژدې په عیدګاه سیمه کې وشوه.
نور وښیئ