د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمود خان اڅکزی : د قبایلي سیمو د سباوون پریکړه به قبایلي ولس کوي


محمود خان اڅکزی
محمود خان اڅکزی

د قبایلي سیمو ځیني مشران وايي چې د فاټا د راتلونکي پریکړه به دوې پخپله کوي. تېره ورځ په بنو کې د قبایلي سیمو مشرانو یوه لویه جرګه وشوه چې پکې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم ګډون درلود.

په دغه موقع د قبایلي مشرانو وینا وه چې د فاټا د آییني اصلاحاتو په اړه د قبایلي سیمو د پارلیماني غړو لخوا په پارلیمان کې د وړاندي کړي بل د مسودي مخالفت کوي.

په دې موقع د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي وویل قبایلیان باید لومړی خپلو سیمو ته ولیږل شي او د دوی ګوند به د قبایلو د هرې پریکړي ملاتړ کوي.

« د فاټا فیصله به د پاکستان اسمبلۍ نه بلکه د فاټا ولس کوي، له باجوړه تر وزیرستانه دا د فاټآ د ولس ملکیت دی،دوی یې مالکان دي، زور به نه منو ، فیصلې به ولس کوي،که څوک پاکستان چلوي بې انصافي به نه کوي. »

نوموړي وویل که څوک پاکستان په بې انصافۍ چلوي، نو سندي، پنجابي او بلوچي ته دې خپل وطن مبارک وي، پښتانه به خپله ګذاره وکړي.

په دې موقع د پاکستان پخواني وزیر حمیدالله جان اپریدي وویل د قبایلي سیمې خلک دې خپله منتخب اسمبلي ولري.

« قبایل خپل نظام پخپله سنبالول غواړي، د پولټیکل د ظالمانه رویې نه قبایل دومره تنګ دي چې وايي اور ته مو وغورځوه ، خو له دې نظامه مو وژغوره. »

مشرانو وویل هغه ورځ لرې نه ده چې د قبایلي سیمو واک به د قبایلي ولس په لاس کې وي.

د جرګي پر مهال د قبایلي سیمو مشرانو ویل ، دوې په فاټا کې خپل منتخب کونسل او د سیمي په قدرتي وسایلو خپل واک غواړي.

XS
SM
MD
LG