د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستانۍ ډرون الوتکې لومړي بريد درې کسان وژلي


بوراق ډرون الوتکه
بوراق ډرون الوتکه

د پاکستان پوځ وايي په لومړۍ ځل يې جنګ کې خپلې جوړې کړې ډرون الوتکې کارولي دي. دوی وايي بوراق بې پيلوټه الوتکې په شمالي وزيرستان کې درې مشکوک وسله وال ووژل. تر اوسه طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان پوځ وايي چې پاکستانۍ بې پايلټه الوتکې په لومړي وار شمالي وزيرستان کې بريد کړی دی. د پاکستاني پوځ وياند عاصم باجوه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د بوراق په نامه دغه ډرون په شوال دره کې دري لوړ پوړي وسله وال په نښه او وژلي دي.

دا لومړی ځل دی چې پاکستان د مشکوکو ترهګرو په وړاندې خپلې جوړې کړې ډرون يا بې پايلټه الوتکې کاروي. پاکستان په ۲۰۱۳ کال کې بې پيلوټه بوراق الوتکو په اړه معلومات ورکړل.

تر دې وړاندې امريکې له ۲۰۰۴ کال راهيسې د خپلو ډرون الوتکو په مرسته قبايلي سيمو کې حملې کړي دي. د مشال ريډيو د شمېرو تر مخه امريکا په تېرو يوولسو کلونو کې څلور سوه دوه ډرون بريدونه کړي چې پکې يې ګڼ وسله وال او د دوی مشران وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره هفته په شوال کې امريکايي بي پايلټه الوتکو د دې کال يوولسمه حمله کړې وه چې پکې د چارواکو خبره پنځه مشکوک وسله وال وژل شوي وو.

په شوال کې تر هغې وروسته د امريکې بې پايلټه الوتکو حملې ډېرې شوې چې د پاکستان پوځ لنډه موده وړاندې اعلان وکړ چې د شمالي وزيرستان په ځينو سيمو کې زمکني عمليات کوي.

تېر کال پوځ په شمالي وزيرستان کې ضرب عضب عمليات پيل کړي وو او وايي چې د شمالي وزيرستان ډېرې برخې يې له وسله والو پاکې کړي دي. پاکستان د امريکې ډرون بريدونه د خپلې خودمختارۍ خلاف بولي او وخت په وخت پري احتجاج کوي خو امريکايي وايي چې دا د ترهګرو د ځپلو لپاره ډېر ضروري دي.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دې تازه ډرون بريد په دې اړه څه نه دي ويلي. په دغه سيمه کې د نورو تر څنګ د تحريک طالبان پاکستان مسود ډلې جنګيالي ډېر فعاله دي.

ياده دي وي چې شمالي وزيرستان کې د جګړو او پوځي عملياتو له وجې په لکونو خلک بې کوره شوي وو چې اوس يې يو شمېر واپس خپلو سيمو ته ستانه شوي خو ډېر نورې يې لا هم د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د بې کورۍ ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG