د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د شوال زڼغوځي له شکولو پاتېږي'


د خوست زڼغوځي
د خوست زڼغوځي

شمالي وزیرستان، خوست، پکتیا، ژوب او پکتیکا د زڼغوځیو سیمې ګڼل کېږي

د قبایلي سیمې شوال اوسېدونکي کبلخېل، بکاخېل او جانيخېل وايي، حکومت دې دوی هم خپلو سیمو ته ستانه کړي.

د دې قبیلو مشرانو د یکشنبې په ورځ بنو ته نژدې په بکاخېل منډۍ کې په یو جرګه کې غوښتنه وکړه چې د دوی سیمه [شوال] له وسله والو پاکه اعلان شوې ده نو حکومت دې یې ژر تر ژره ستنولو ته لاره هواره کړي.

د دوی په وینا، د ګټې وټې یوازېنۍ سرچینه یې په خپلو سیمو کې پاخه شوي زڼغوځي (چلغوزي) دي او که ورستانه نه شول نو ضایع به شي. دوی ادعا وکړه، چې سیمه یې بې - څښتنه ده او د نورو خوا او شا سیمو وګړي یې ونې، بوټي او زڼغوځي پرې کوي.

د بکاخېل قبیلې څلوېښتي مشر التمیر خان پر ګاونډيو قبیلو او حکومت ږغ (غږ) وکړ چې د شوال بریدونو (سرحدونو) خیال دې وساتي.

نوموړي وویل چې د شوال بریدونه له مسیدو (مسود)، سیدګي، براهیمخېلو، او د واڼه وزیرو سره لګېږي.

التمیر خان پر حکومت غږ وکړ چې د دوی بریدونه دې خپل ټاکلي ځای ته ورسوي.

یادګېرنه: د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې له تېرو څه کم دوو کالو راهیسې د وسله والو پرضد عملیات کوي چې له کبله یې تر لس لاکه زیات وګړي بې کوره کړل شوي دي.

نوموړي وویل شوال د دوی دی او نوکرۍ نور خلک پر اخلي.

د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ پخوانی غړی او د جانيخېل قبیلې مشر عدنان وزیر وايي، حکومت دا ورسره مني چې په شوال تحصیل کې د کبلخېلو، بکاخېلو او جانيخېلو یوولس زره وګړي مېشت دي. خو نه یې د کډوالو په توګه مني او نه یې خپلو سیمو ته پرېږدي.

عدنان وزیر له حکومته غوښتنه وکړه چې د شوال ټولې بې کوره شوې کورنۍ دې خپلو سیمو ته ستانه کړي.

د بکاخېلو یو مشر ملک ګل باز خان مشال راډیو ته وویل، پاکستان پوځ ادعا کوي چې د شوال ټوله سیمه یې له وسله پاکه کړې ده، نو چې پاکه ده بیا دې دوی پرېږدي چې خپلو سیمو ته کډه شي. ځکه چې زڼغوځي پاخه دي چې و یې شکوي، ګنې ټول به خراب شي.

یادګېرنه: د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې له تېرو څه کم دوو کالو راهیسې د وسله والو پرضد عملیات کوي چې له کبله یې تر لس لاکه زیات وګړي بې کوره کړل شوي دي.
XS
SM
MD
LG