د لاسرسي ځای

تازه خبر

کډوال: شړل په ورځو، ستنول په کلونه


کډوال: شړل په ورځو، ستنول په کلونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:15 0:00

"که دغسې ورو ستنېدل وي نو وزیرستان ته په کلونو نشو تلای"

د شمالي وزیرستان یوه کډوال له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، "نور دې د شمالي وزیرستان کډوال نه ځڼدوي. ماشومان مو له تعلیمه محرومه دي. دی زیاتوي چې له خپلو سیمو یې په درو ورځو کې را-اېستلي ول خو ستنېدل مو کلونو ته اوږد شو."

نن په بنو کې د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شویو کډوالو په یوه لاریون کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د دوی د ستنېدو لړۍ دې تېزه کړي. مظاهره د شمالي وزیرستان ځوانانو تنظیم جوړه کړې وه.

لاریونکونکیو بېنرونه پورته کړي وو او شعارونه یې ورکول. دوی د پاکستان سرحدي سیمو لپاره د ریاست وزارت (سافران) او د قدرتي افتونو منظمولو صوبايي ادارې پرضد خپل غږ پورته کړ. د نور اسلم په نوم یو لاریونوال مشال ته وویل، "نور دې د شمالي وزیرستان کډوال نه ځڼدوي. ماشومان مو له تعلیمه محرومه دي. دی زیاتوي چې له خپلو سیمو یې په درو ورځو کې را-اېستلي ول خو ستنېدل مو کلونو ته اوږد شو."

یوه بل کډوال وویل، نور یې زغم په ختمېدو دی. او حکومت یې بې له څه وجې خپلو سیمو ته نه پرېږدي.

لاریونکوونکیو وویل، حکومت چې یې څنګه د کډوالو ستنولو لړۍ پیل کړې نو په دې سره خو تر ۲۰۲۰م کاله هم خپلو سیمو ته نشي تلای.

بل پلو د پاکستان پوځ وايي، د شمالي وزیرستان عملیات وروستیو مرحلو ته رسېدلي دي او د ۲۰۱۶ م کال تر پایه به ټول کډوال بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي.

XS
SM
MD
LG