د قبایلي سیمو مشران وايي چې د فاټا راتلونکې پرېکړه به دوی په خپله کوي. د خالي «شنبې» په ورځ د خېبر پښتونخوا په بنو کې ښارګوټي کې د قبایلي سیمو مشرانو یوه لویه جرګه وشوه چې پکې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم ګډون درلود.
په دغه موقع د قبایلي مشرانو وینا وه چې د فاټا ایني اصلاحاتو په اړه د قبایلي سیمو د پارلیماني غړو لخوا په پارلیمان کې د وړاندي کړي بل مسوده نه مني.
په دې موقع د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي وویل قبایلیان باید لومړی خپلو سیمو ته ولېږل شي او د دوی ګوند به د قبایلو هره پرېکړه مني او ملاتړ به یې کوي.
« د فاټا فیصله به د پاکستان اسمبلۍ نه بلکې د فاټا ولس کوي، له باجوړه تر وزیرستانهدا د فاټا د ولس ملکیت دی، دوی یې مالکان دي، زور به نه منو ، فیصلې به ولس کوي، که څوک پاکستان چلوي بې انصافي به نه کوي. »
نوموړي وویل که څوک پاکستان په بې انصافۍ چلوي، نو سندي، پنجابي او بلوڅ ته دې خپل وطن مبارک وي، پښتانه به خپله ګزاره وکړي.
جرګې ته د پاکستان پخواني وزیر حمیدالله جان اپرېدي په خپله وینا کې وویل د قبایلي سیمې خلک دې خپله منتخب اسمبلي ولري.
« قبایل خپل نظام پخپله سنبالول غواړي، د پولټیکل له ظالمانه چلنده او رویې قبایل دومره تنګ دي چې وايي اور ته مو وغورځوه ، خو له دې نظامه مو وژغوره. »
مشرانو وویل هغه ورځ لرې نه ده چې د قبایلي سیمو واک به د قبایلي ولس په لاس کې وي.
د جرګي پر مهال د قبایلي سیمو مشرانو ویل، دوی په فاټا کې خپل منتخب کونسل او د سیمي په قدرتي وسایلو خپل واک غواړي.