بنو: د شمالي وزيرستان پوليټکل چارواکي وايي، په راتلونکو څو مياشتو کې به ټول بې کوره کړل شوي وزيرستانيان خپلو کورونو ته ستانه کړي.
د دې سيمي مرستيال پولیټيکل ايجنټ انورخان شيراني د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې تر اوسه يې ۳۳ زره کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې کړې دي.
انور خان شېراني وویل ، د شناختي کارډ جوړونې قامي ادارې – نادرا – د مالوماتو پر اساس اوس له دوی سره اته څلوېښت – ۴۸ – زره کورنۍ پاتې دي.
نوموړي وویل ، دوی له درې سوه تر درې نیم سوه کورنۍ هره ورځ خپلو سیمو ته لېږو.
د انور خان شېراني په وینا ، د مېرعلي د یو شمېر کلیو بې کوره شوي خلک به په راتلونکو شاوخوا لسو ورځې کې ټول خپلې سیمو ته ستانه شي.
د خیبر پښتونخوا په بنو کې د مېشتوشمالي وزیرستانیو کډوالو مشران د جرګو او لاریونو له لارې شکایتونه کوي چې حکومت ورسره کړې ژمنې نه پوره کوي.
د مشال راډیو خبریال عمر دراز وزیر د شمالي وزیرستان له مرستیال پولیټکل ایجنټ انورخان شېراني سره مرکه کړې ده.