عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د اتوار پر ورځ د پاکستان د قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر قاسم سوري د اپوزيشن ګوندونو له خوا د وزيراعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحريک غيرقانوني وګرځاوه او هغه یې رد کړ.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په هوټلونو يا سالونونو کې په ودونو کې پر موسيقۍ غږولو بندېز لګولی چې له کبله يې نه يوازې د ودونو خوند رنګ پیکه شوی
اپوزېشن ګوندونو د مارچ په اتمه د قامي اسمبلۍ له سپېکر سره د وزيراعظم په خلاف د عدم اعتماد تحريک لپاره درخواست جمع کړی دی خو لا تر اوسه سپېکر د رايو اچولو لپاره د غونډې رابللو وخت نه دی ټاکلی.
محمود خان اڅکزي دا خبره د مارچ پر اوومه نېټه ماخستن د مشال راډيو په ټويټر سپېس يا حجره کې د ځانګړي مېلمه په توګه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د کورنیو چارو وزارت او د احتجاج د څار یوې خپلواکې ادارې ویلي دي چې د هغه هېواد په یوشمېر ښارونو کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوري بې له کومې پارونې پر اوکراین د حملې پرضد د مظاهرو پرمهال زرګونه کسان نیول شوي دي.
روسیې د فبرورۍ پر ۲۴مه سهار د اوکراینۍ پلازمېنې په ګډون پر یوشمېر ښارونو توغندي داغلي دي. اوکرایني ولسمشر د هېواد د دفاع ژمنه کړې، خلکو ته یې د ارامه اوسېدو سپارښتنه کړې او په هېواد کې یې د پوځي قانون (مارشل لا) نافذولو اعلان کړی. تر حملې وروسته له پلازمېنې کییف څخه خلکو د وتلو هڅې کړې دي او پر سړکو
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه سهار وختي په اوکراین کې د "ځانګړو" عملیاتو اعلان وکړ چې خپل مخالف ګاونډی هېواد د ده په وینا، "بې وسلې" او له "ناڅیانو یا نازیانو پاک" کړي.
د هند نومیالی سندرغاړی او موسیقار بپي لهري د فبرورۍ پر ۱۵مه د ۶۹ کلونو په عمر ومړ. نوموړی به خلکو د ډېسکو موسیقۍ د باچا په نوم یاداوه. دا تر لتا منګېشکر وروسته د هند د موسیقۍ دویم مشهوره هنرمند دی چې په فبرورۍ کې مړ شو. د لهري په اړه د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
په کوټه کې تر مذاکراتو وروسته، ګډې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال د روغتيا وزير سيد احسان شاه وويل چې د ډاکټرانو زیاتره غوښتنې يې منلې دي. هغه زیاته کړه چې د کوټې پینځو هسپتالونو ته به طبي سامانونه ورکوي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان او د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه د فبرورۍ پر اتمه نېټه د بلوچستان نوشکي ښار ته ولاړل او هلته يې له هغو پوځيانو سره وليدل چې د وسله والو پرضد يې په عملياتو کې برخه اخیسته وه.
د هند لومړي وزير نرېندرا مودي لومړی پر ټوېټر د هغې په اړه وليکل او وروسته يې په ټېلېوېژني وينا کې وويل چې د لتا منګېشکر پر مړينه زښت خپه دی.
د بلوچستان د کورنیو چارو سلاکار میر ضیاالله لانګو بیا بالکل انکار کوي چې ګواکې د ډزو پېښه دې شوې وي. نوموړي د فبرورۍ پر دويمه نېټه ویلي چې له قانون سره سم، پر منظور پښتين بلوچستان ته پر ورتګ بندیز دی خو هغه په وار وار له دې حکمه سرغړونه کړې ده.
د امنيتي ننګونو او د زرګونو کورنيو له خوا خپلو ماشومانو ته د پوليو وايرس ضد څاڅکو څخه پر انکار سربېره هم د پاکستان په تاريخ کې په لومړي ځل د يوه کال راهيسې د پوليو يا ګوزڼ هيڅ يوه پېښه نه ده ثبت شوې. په دې هېواد کې د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ پر ۲۷مه نېټه يو ماشوم په وروستي ځل ګوزڼ وهلی وو. ک
د سپريم کورټ د جنورۍ پر ۲۹مه نېټه د جسټس قاضي فايز عیسي د نظرثاني د درخواست په اړه خپله تفصيلي فيصله خپره کړه چې پر ۴۵ پاڼو مشتمله ده.
د برتانيا په لندن ښار کې وتليو افغان، ايراني او پاکستاني نژاده موسيقارانو له هغو افغان هنرمندانو سره د مرستې لپاره کنسرټ کړی چې دا مهال په افغانستان کې بند پاته دي. د اګست په مياشت د طالبانو پر کابل تر واکمنېدو وروسته په هغه هېواد کې پر موسیقۍ بندېز لګېدلی او يو شمېر افغان سندرغاړي او هنرمندان له اف
د صوبې مواصلاتو او تعميراتو وزير سردار عبدالرحمن کېتراڼ د جنورۍ پر ۲۴مه نېټه مشال رېډيو ته وويل، چې حکومت به تړون عملي کوي خو "په دې کې به وخت لګېږي. تاسو ته معلومه ده چې وړې وړې غلاګانې کېږي. او بیا دا پراخ سمندر دی چې ګوره خدای پاک پکې د چا چا رزق ليکلی دی خو موږ چې له مولانا صیب
په کوټه، زیارت، ژوب، سنځاوۍ، قلعه عبدالله، کاڼ مهترزۍ، مسلم باغ، قلعه سيف الله، خانوزۍ، توبه اڅکزۍ، توبه کاکړي او په بلوڅ مېشتو سيمو کولپور او منګوچر کې بارانونه او واورې شوې او په ځينو سيمو کې لا هم دا لړۍ دوام لري.
په افغانستان کې زیاتېدونکي بشري ناورين د هغو زرګونو بېکوره شویو لپاره ژمۍ نور هم سخت کړی دی چې دا مهال په خېمو کې ژوند کوي. خلک د سونګ مواد او ماشومان تودې جامې او پېزار نه لري. د ملګرو ملتونو په وينا، د دې هېواد تر نيميايي زیات وګړي له لوږې سره مخامخ دي.
نور وښیئ