د لاسرسي ځای

تازه خبر

واکمن ګوندونه: د سپریم کورټ ټول قاضیان دې د پنجاب اعلاوزیر د انتخاب قضیې اورېدنه وکړي


د واکمنو ګوندونو مشرانو د جولای پر ۲۵مه وویل چې د سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ د مهمې ملي قضیې پرېکړه نه شي کولای - پخوانی انځور.
د واکمنو ګوندونو مشرانو د جولای پر ۲۵مه وویل چې د سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ د مهمې ملي قضیې پرېکړه نه شي کولای - پخوانی انځور.

د پاکستان واکمنو ګوندونو یو ځل بیا غوښتنه کړې چې ده چې د پنجاب اعلاوزیر د انتخاب د پایلې پر قانوني او اییني اړخ دې د قضیې اورېدنې لپاره د سپریم کورټ د ټولو قاضیانو جرګګۍ (فول کورټ) جوړه شي.

دا غوښتنه د مسلم لیګ (ن) مرستیالې مشرې مریم نواز، د پیپلز پارټۍ شریک مشر بلاول بوټو زرداري، د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان او د وفاقي اېتلافي حکومت نورو ګوندونو سیاستوالانو د جولای پر ۲۵مه په اسلام اباد کې په خبري غونډه کې وکړه.

خو پاکستان تحریک انصاف د سپریم کورټ د جرګګۍ د اوسني جوړښت ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي چې د واکمن اېتلاف څرګندونې پر "عدالت د برید" معنا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د مشر قاضي عمر عطا بندیال، قاضي منیب اختر او قاضي اعجاز الاحسن درې کسیزه جرګګۍ د جولای پر ۲۵مه د قضیې اورېدنې ته دوام ورکوي.

د واکمنو ګوندونو څرګندونې

بلاول بوټو وویل، داسې نه شي کېدای شي چې "درې قاضیان" دې د هېواد د "برخلیک فیصله" وکړي.

د پاکستان اېتلافي حکومت د جولای پر ۲۳مه هم په یوه بیان کې وویل چې د پنجاب اعلاوزیر تر انتخاب وروسته پیدا شوی حالت "خورا مهمه مسله" ده چې باید یې اورېدنه ټول قاضیان په ګډه وکړي.

خبري غونډې ته په وینا کې مریم نواز پر عدالت نیوکې وکړې او پوښتنه یې وکړه چې ولې د سپریم کورټ له خپلې خوا اخیستي ټول نوټسونه د مسلم لیګ (ن) لپاره دي؟

نوموړې زیاته کړه چې سپریم کورټ تر دې مخکې د تحریک انصاف په څېر "درواغجن" کس "صادق او امین" بللی وو.

له ښه لوري: مولانا فضل الرحمان، بلاول بوټو زرداري، شاهد خاقان عباسي او مریم نواز د خبري غونډې پر مهال - پخوانی انځور.
له ښه لوري: مولانا فضل الرحمان، بلاول بوټو زرداري، شاهد خاقان عباسي او مریم نواز د خبري غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

په همدې حال کې د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان هم ویلي دي چې په "سیاسي او حکومتي چارو" کې د "لاسوهنې" له وجې دولتي ادارو او هېواد ته زیان رسي.

نوموړي د جولای پر ۲۴مه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال سپریم کورټ او امنیتي ادارې (اېسټیبلېشمنټ) ته په اشاره وویل چې هېواد "د بهرنیو قوتونو له وجې نه" بلکې په سیاسي چارو کې د ریاستي ادارو د لاسوهنې له وجې کمزوری کېږي.

هغه وویل چې د پاکستان په "ادارو کې ځینې داسې خلک شته چې د نوکرۍ پر مهال پټ وي، خو وروسته ښکاره شي. هغوی د سیاسي ګوندونو ملاتړ کوي. اوس هم په ادارو کې ځینې کسان د تحریک انصاف پټ ملاتړي دي."

مولانا فضل الرحمان په دې اړه نور سپیناوی و نه کړ او دا یې و نه ویل چې مشخصاً څوک د تحریک انصاف ګوند ملاتړ کوي. خپله تحریک انصاف وايي، د ولس ملاتړ له لارې یې روانه میاشت په پنجاب کې د اسمبلۍ له ۲۰ څخه ۱۵ څوکۍ وګټلې.

د تحریک انصاف یوه مخکښ مشر فواد چودري د مولانا فضل الرحمان تر خبري غونډې وروسته پر نوموړي غږ وکړ چې "بې ځایه تورونه دې نه پورې کوي" او دا چې حکومت دې د هېواد مسلو هواري لپاره "ژرترژره د انتخاباتو اعلان" وکړي. د پاکستان وفاقي حکومت وايي، انتخابات به په ۲۰۲۳ز کال کې پر خپل ټاکلي وخت کېږي.

د پاکستان پوځ هم په تېرو وختونو کې په بیا بیا ویلي دي چې نه په سیاسي چارو کې مداخله کوي او نه دې یې څوک پکې د ښکېلولو هڅې کوي او سپریم کورټ وايي چې ټول اقدامات له ایین او قانون سره سم کوي او د هېچا ملاتړ نه کوي.

د پنجاب اعلاوزیر انتخاب او د قضیې جوړېدل

په پاکستان کې دا سیاسي بحثونه تر هغې وروسته تاوده شوي دي چې د جولای پر ۲۲مه د پنجاب اسمبلۍ مرستیال سپیکر دوست محمد مزاري د سپریم کورټ له پخوانۍ فیصلې سره سم، د مسلم لیګ (ق) ګوند د ۱۰ غړو رایې رد کړې او په دې توګه د هغه ګوند د مخکښ مشر پروېز الهې پر ځای حمزه شهباز د اعلاوزیر په توګه منتخب شو چې د جولای پر ۲۳مه یې د خپلې دندې لوړه هم وکړه.

سپریم کورټ هغه فیصله د جولای پر لومړۍ نېټې کړې وه چې پکې یې ویلي ول چې د تحریک انصاف ګوند ۲۵ "منحرفو" غړو د اپرېل پر ۱۶مه د ګوندي تګلارې برعکس حمزه شهباز ته رایه ورکړې وه نو ځکه یې باید ووټونه حساب نه شي او په پنجاب اسمبلۍ کې دې د اعلاوزیر څوکۍ لپاره بیا انتخاب وشي.

د تحريک انصاف او مسلم ليګ (ق) کانديد پروېز الهي د ډپټی سپیکر د اقدام ضد په سپریم کورټ کې درخواست دایر کړ.

د سپریم کورټ درې کسيزې جرګګۍ د جولای پر ۲۳مه نېټه د قضيې اورېدنه وکړه او د اعلا وزير په توګه يې د حمزه شهباز د واک په محدودولو امر وکړ چې هغه دې د جولای ۲۵مې تر اورېدنې پورې د پنجاب د "امانتداره يا سرپرست" اعلا وزیر په توګه دندې ته دوام ورکړي.

د پنجاب اسمبلۍ مرستیال سپیکر سردار دوست محمد مزاري د جولای پر ۲۲مه تر انتخاب وروسته وویل چې د مسلم لیګ (ق) مشر چودري شجاعت حسین ورته رسمي لیک استولی دی چې پکې یې ویلي چې د خپل ګوند استازو ته یې ویلي دي چې خپلې رایې حمزه شهباز ته ورکړي.

مزاري وویل چې هغو غړو ووټونه د خپل ګوند مخکښ سیاستوال او د تحریک انصاف ملاتړي نوماند پروېز الهي ته ورکړل نو ځکه یې ردوي.

د تحریک انصاف دریځ

په همدې حال کې تحریک انصاف ګوند د سپریم کورټ د درې کسیزه جرګګۍ له لوري د قضیې پرمخ وړلو ملاتړ کړی دی او د واکمنو ګوندونو د مشرانو څرګندونې پر "عدالت برید" بللې دي.

د هغه ګوند مخکښه سیاستولانو فواد چودري او شیرین مزارۍ د جولای پر ۲۵مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې واکمن ګوندونه د "سپریم کورټ د بدنامولو هڅې" کوي.

له ښي لوري: شیرین مزارۍ او فواد چودري د خبري غونډې پر مهال - پخوانی انځور.
له ښي لوري: شیرین مزارۍ او فواد چودري د خبري غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

چودري وویل، چې که په پاکستان کې هم وضعیت د سري لنکا په څېر خرابېږي نو "مریم نواز"، د پیپلز ګوند شریک مشر "اصف علي زرداري او مولانا فضل الرحمان به یې ذمه واران" وي.

ده زیاته کړه چې د واکمنو ګوندونو په خبري غونډه کې دې د شاملو ټولو مشرانو نومونه له هېواده د ممنوع الخروج کسانو په لېسټ یا نوملړ کې واچول شي.

پنجاب صوبه د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د پخواني وزیراعظم عمران خان له دندې تر ګوښه کېدو وروسته د سیاسي بحران ښکار ده. هغه سیاسي بحران اوس د هېواد تر مرکزي کچې رسېدلی دی.

په پنجاب کې د خان تحریک انصاف ګوند واکمن وو خو په مرکز کې یې د حکومت تر ختمېدو وروسته چې مسلم لیګ (ن) په پنجاب کې د خپل حکومت جوړولو هلې ځلې پیل کړې نو په اسمبلۍ کې د تحریک انصاف یوشمېر غړي هم ورسره ملګري شول.

خو د مسلم لیګ (ن) مخالفه ګوندونو خپلو هڅو ته دوام ورکړ او همداراز، د صوبې ګورنر عمر سرفراز چیمه هم د حمزه شهباز انتخاب یې "غیرقانوني" بللی وو. د دې له وجې نوموړي تر شاوخوا نیمې میاشت ځنډ وروسته د اپرېل په پای کې د اعلاوزیر په توګه لوړه وکړه.

XS
SM
MD
LG