د لاسرسي ځای

تازه خبر

غېر حتمي نتيجې: په پنجاب کې ضمني ټاکنې تحريک انصاف وګټلې


په لاهور کې ښځې د رايو تر اچولو مخکې په ووټر لېسټ کې نومونه ګوري - د جولای ۱۷مې انځور.
په لاهور کې ښځې د رايو تر اچولو مخکې په ووټر لېسټ کې نومونه ګوري - د جولای ۱۷مې انځور.

د پاکستان د ټاکنو کمېشن غېر حتمي نتيجې ښيي چې پاکستان تحريک انصاف د پنجاب اسمبلۍ په ضمني ټاکنو کې په ۲۰ کې ۱۵ څوکۍ ګټلې دي.

د هغه هېواد د انتخاباتي کمېشن وياند هارون شینواري د جولای پر ۱۷مه نېټه د شپې ناوخته پر خپل ټوېټر پاڼه د برياليو کانديدانو يو لېسټ خپور کړی دی. د دې نوملړ له مخې، په ۲۰ څوکيو کې ۱۵ تحريک انصاف، څلور واکمن ګوند پاکستان مسلم ليګ (ن) او يوه ازاد امېدوار ګټلې ده.

دا انتخابات د جولای پر ۱۷مه نېټه وشول چې پکې د مسلم ليګ (ن) او تحريک انصاف د امېدوارانو ترمینځ د سختې مقابلې تمه کېدله. د ټاکنو د امنيت دنده د پاکستان پوځ ته سپارل شوې وه او له ۲،۰۰۰ څخه زیات اېف سي يا د سرحدي ځواکونو سرتېري هم ورسره مل ول.

د تحريک انصاف مشر عمران خان د ګوند تر بريا وروسته د جولای پر ۱۷مه د ټوېټر پاڼې له لارې د خپلې پارټۍ د غړو او اتحاديانو مننه کړې ده. هغه ليکلي چې اوس يوازينی حل د يوه باوري انتخاباتي کمېشن له لارې شفافه ټاکنې کول دي. نوموړي زیاته کړې، له دې پرته به بله هر لار دا هېواد د نورې سياسي بې ثباتۍ او معاشي تباهۍ خوا ته روان کړي.

د پنجاب واکمن ګوند مسلم ليګ (ن) د ټاکنو نتيجې منلې دي. د ګوند مرستيالې مشرې مريم نواز د جولای پر ۱۷مه نېټه پر ټوېټر ليکلي چې مسلم ليګ (ن) بايد د انتخاباتو نتيجې ومني او د ولس پرېکړې ته سر ښکته کړي. د دې په وينا، په سياست کې ګټل او بایلل وي.

پر هغو ۲۰ څوکيو له هغه وروسته ضمني ټاکنې شوې چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د مې پر ۲۰مه د تحريک انصاف د هغو ۲۵ غړو د اسمبلۍ رکنيت ختم کړی وو چې د پنجاب د وزیراعلا د ټاکنو پر مهال يې د خپل ګوند د کانديد پر ځای د مسلم ليګ (ن) امېدوار حمزه شهباز ته رایې ورکړې وې.

د پنجاب اسمبلۍ سپیکر چودري پروېز الهي د هغو غړو د وفادارۍ بدلولو پرضد غوښتنليک دایر کړی وو. په دې کې پينځه غړي پر ځانګړو (مخصوصو) څوکيو ټاکل شوي ول. کمېشن دا ګام د سپریم کورټ تر هغې پرېکړې یوه اوونۍ وروسته اخیستی وو چې پکې عدالت ویلي ول چې که یو غړی د خپل سیاسي ګوند "له خوښې پرته رايه ورکړي نو نه به شمارل کېږي.

XS
SM
MD
LG