عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د ګوند يوشمېر کسان په پېښور، اسلام اباد، کراچۍ، لاهور او نورو ښارونو کې راغونډ شوي ول او د نوي حکومت پرضد يې شعارونه ورکول.
د پاکستان خبریالانو وفاقي اتحادیې (پاکستان فيډرل يونېن اف جرنلسټس) د اپرېل پر ۱۷مه نېټه په یو بیان کې ويلي چې له بده مرغه تحریک انصاف خبریالانو ته په دړکو ورکولو سره هغوی خاموشه او متنازعه کوي. دوی د خاموشه کولو دا کوښښ غندلی دی.
عمران خان تور پورې کړی وو چې سفير په خط کې ورته ليکلي ول چې یو امريکايي چارواکي ورته ویلي چې "واشنګټن روسیې ته د عمران خان سفر خپه کړی دی."
شریف همهغې اسمبلۍ پر دې منصب ټاکلی چې په ۲۰۱۸ز کال کې يې پکې ماتې خوړلې وه. نوموړي ته دا ماتې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ورکړې وه.
احمد ابن سکينه يو داسې بلوڅ هنرمند چې د خپل هنر او فکر له لارې نرواکه ټولنه چیلېنجوي. هغه ګونګروګان په پښو د بلوڅو په شان قبايلي ټولنه کې کتهک رقص کوي. کتهک د اتو هندي رقصونو يو ډول دی. احمد له خپل نوم سره د مور نوم ليکلی چې د ده په وينا، هدف يې د ښځو پر وړاندې د نرواکې ټولنې ذهن بدلول دي.
د اورېدنې مشري چيف جسټس عمر عطا بنديال کوله او په بينچ کې جسټس اعجازالحسن، جسټس مظهر عالم مياخيل، جسټس منير اختر او جسټس جمال خان مندوخېل شامل دي.
د پاکستان ولسمشر ډاکتر عارف علوي د وزیراعظم عمران خان په سپارښتنه قامي اسمبلي ماته کړې. نوموړي دا اقدام تر هغې وروسته کړی چې د اپرېل پر درېیمه د قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر قاسم سوري د غونډې پرمهال د عمران خان پرضد د مخالفه ګوندونو د نه باور تحریک غیر اییني وباله او رد یې کړ.
د اتوار پر ورځ د پاکستان د قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر قاسم سوري د اپوزيشن ګوندونو له خوا د وزيراعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحريک غيرقانوني وګرځاوه او هغه یې رد کړ.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په هوټلونو يا سالونونو کې په ودونو کې پر موسيقۍ غږولو بندېز لګولی چې له کبله يې نه يوازې د ودونو خوند رنګ پیکه شوی
اپوزېشن ګوندونو د مارچ په اتمه د قامي اسمبلۍ له سپېکر سره د وزيراعظم په خلاف د عدم اعتماد تحريک لپاره درخواست جمع کړی دی خو لا تر اوسه سپېکر د رايو اچولو لپاره د غونډې رابللو وخت نه دی ټاکلی.
محمود خان اڅکزي دا خبره د مارچ پر اوومه نېټه ماخستن د مشال راډيو په ټويټر سپېس يا حجره کې د ځانګړي مېلمه په توګه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د کورنیو چارو وزارت او د احتجاج د څار یوې خپلواکې ادارې ویلي دي چې د هغه هېواد په یوشمېر ښارونو کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوري بې له کومې پارونې پر اوکراین د حملې پرضد د مظاهرو پرمهال زرګونه کسان نیول شوي دي.
روسیې د فبرورۍ پر ۲۴مه سهار د اوکراینۍ پلازمېنې په ګډون پر یوشمېر ښارونو توغندي داغلي دي. اوکرایني ولسمشر د هېواد د دفاع ژمنه کړې، خلکو ته یې د ارامه اوسېدو سپارښتنه کړې او په هېواد کې یې د پوځي قانون (مارشل لا) نافذولو اعلان کړی. تر حملې وروسته له پلازمېنې کییف څخه خلکو د وتلو هڅې کړې دي او پر سړکو
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه سهار وختي په اوکراین کې د "ځانګړو" عملیاتو اعلان وکړ چې خپل مخالف ګاونډی هېواد د ده په وینا، "بې وسلې" او له "ناڅیانو یا نازیانو پاک" کړي.
د هند نومیالی سندرغاړی او موسیقار بپي لهري د فبرورۍ پر ۱۵مه د ۶۹ کلونو په عمر ومړ. نوموړی به خلکو د ډېسکو موسیقۍ د باچا په نوم یاداوه. دا تر لتا منګېشکر وروسته د هند د موسیقۍ دویم مشهوره هنرمند دی چې په فبرورۍ کې مړ شو. د لهري په اړه د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
په کوټه کې تر مذاکراتو وروسته، ګډې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال د روغتيا وزير سيد احسان شاه وويل چې د ډاکټرانو زیاتره غوښتنې يې منلې دي. هغه زیاته کړه چې د کوټې پینځو هسپتالونو ته به طبي سامانونه ورکوي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان او د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه د فبرورۍ پر اتمه نېټه د بلوچستان نوشکي ښار ته ولاړل او هلته يې له هغو پوځيانو سره وليدل چې د وسله والو پرضد يې په عملياتو کې برخه اخیسته وه.
د هند لومړي وزير نرېندرا مودي لومړی پر ټوېټر د هغې په اړه وليکل او وروسته يې په ټېلېوېژني وينا کې وويل چې د لتا منګېشکر پر مړينه زښت خپه دی.
نور وښیئ