د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب کې تر ماتې خوړلو وروسته به د پاکستان مرکزي حکومت عام انتخابات اعلان کړي؟


د وزيراعظم تر ټاکل کېدو وروسته د پاکستان مسلم ليګ نون مشر ميا شهباز شريف قامي اسمبلۍ ته وينا کوي. د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل ۱۱مه
د وزيراعظم تر ټاکل کېدو وروسته د پاکستان مسلم ليګ نون مشر ميا شهباز شريف قامي اسمبلۍ ته وينا کوي. د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل ۱۱مه

د پاکستان په پنجاب کې د صوبايي اسمبلۍ په ضمني انتخاباتو کې تر ماتې خوړلو وروسته د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ حکومت کې شامل ګوندونه نن (د جولای پر ۱۹مه) په لاهور کې غونډه کوي.

د جولای پر ۱۷مې د ضمني ټاکنو پر ۲۰ خالي شويو څوکيو اصل سيالي د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) او مسلم ليګ نواز ګوندونو ترمينځ وه چې پکې پي ټي ای ۱۵ او مسلم ليګ ن څلور څوکۍ ګټلې دي.

پر دغو څوکيو له هغه وروسته ضمني ټاکنې وشوې چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د مې پر ۲۰مه د پي ټي ای د هغو ۲۵ غړيو د اسمبلۍ غړيتوب ختم کړی وو چې د پنجاب د وزیراعلا د ټاکنو پر مهال يې د خپل ګوند د کانديد پر ځای د مسلم ليګ (ن) نوماند حمزه شهباز ته رایې ورکړې وې.

د پنجاب اسمبلۍ سپیکر چودري پروېز الهي د هغو غړيو د وفادارۍ بدلولو پرضد غوښتنليک دایر کړی وو. په دې کې پينځه غړي پر ځانګړو څوکيو ټاکل شوي ول. کمېشن دا ګام د پاکستان سپریم کورټ تر هغې پرېکړې یوه اوونۍ وروسته اخیستی وو چې پکې عدالت ویلي ول چې که یو غړی د خپل سیاسي ګوند د خوښې پرته رايه ورکړي نو نه به شمارل کېږي.

په ټاکنو کې پر زیاتره څوکيو تر ماتې خوړلو وروسته په مرکزي حکومت کې شامل ګوندونه له يوې ننګونې سره مخامخ شوي دي.

د ځينو کارپوهانو په وينا، د ټاکنو نتيجو يو ډول وښووله چې ډيری خلک د مسلم ليګ نواز په مشرۍ اتحادي حکومت له واکمنۍ زیات خوشحاله نه دي او اوس د نويو انتخاباتو کولو له فشار سره مخامخ دي.

پر زیاترو څوکيو تر بریا وروسته پخواني وزیراعظم عمران خان غږ کړی وو چې نوې ټاکنې د هېواد د سياسي بې ثباتۍ او اقتصادي تباهۍ د مخنيوي يوازينۍ لاره ده.

پوښتنه دا ده چې په ضمني انتخاباتو کې تر ماتې خوړلو وروسته به د مسلم ليګ نواز په مشرۍ حکومت کې شامل ګوندونه نوي انتخابات اعلان کړي او که نه؟

په لندن کې مېشته د سياسي چارو پوهه ګل بخاري فکر نه کوي چې اتحادي ګوندونه به نوې انتخابات اعلان کړي. د دې په خبره، د پنجاب د ضمني ټاکنو نتيجو مسلم ليګ نواز له اخلاقي پلوه کمزوری کړی دی خو په قانوني لحاظ دوی حکومت ته د دوام ورکولو حق لري.

هغې زیاته کړه، "زما په فکر دوی قانوني حق لري نو ځکه به پوره هڅه کوي چې په وفاق کې خپل حکومت پر ځای وساتي او ټولټاکنې هغه وخت اعلان کړي چې کله وضعيت لږ څه ښه شي. دا وخت حالات ښه نه دي. عمران خان خپل پخواني ووټونه برقراره ساتلي دي نو په داسې حالاتو کې به دوی دا فکر کوي چې موږ عام انتخابات و نه کړو او په يوه يا بله طريقه خپل حکومت وچلوو."

د دې په وينا، واکمن ګوندونه به هڅه کوي چې په هېواد کې شته ګراني کمه کړي چې په خبره یې، وار له مخه د ځينو شيانو قیمتونه راټېټ شوي هم دي.

د پنجاب تر ضمني ټاکنو وروسته ځيني کارپوهان فکر کوي چې د شهباز شريف حکومت باید په ټول هېواد کې نوي انتخابات اعلان کړي.

څېړونکی رضا رومي هم په دې نظر دی چې له مسلم ليګ نواز سره د نويو ټاکنو پرته بله لاره نشته خو د ده په خبره، البته داسې کېدل ورته ممکنه نه ښکاري.

"دا خبره د روان کال په نومبر مياشت کې له کېدونکيو ګومارنو سره تړلې ده چې ایا د جنرال قمر جاوېد باجوه پر ځای به څوک راځي او یا به په خپله د جنرال باجوه کاري موده غځول کېږي؟ نو ډېرې فیصلې له دې سره تړلي دي، ځکه راته ښکاري نه چې ټاکنې به زر وشي."

کله چې د سږکال په اپرېل مياشت کې د شهباز شريف په مشرۍ حکومت جوړ شو نو هغه مهال د پاکستان اقتصادي وضعيت ډېر خراب وو او د پيسو نړيوال صندوق (ای اېم اېف) دې هېواد ته د پور ورکولو قسط درولی وو. خو نوي حکومت له ای اېم اېف سره تر مذاکراتو وروسته د تېلو قیمتونو پورته کړل چې ورسره ګراني هم زیاته شوه. حکومت دريځ لري چې دا مهال د دوی ټول پام د هېواد د خراب اقتصاد سمولو ته دی.

هم دې طرف ته په اشارې سره په اسلام اباد کې خبريال عمر چيمه وايي چې د هېواد سياسي حالات ډېر پيچلي دي نو بايد دې ته له اقتصادي پلوه هم وکتل شي.

ده زیاته کړه، "حالات دومره ساده نه دي لکه چې يې څېړونکې وړاندې کوي. له سياست سره مهم شی اقتصاد تړلی دی. که چيرې حکومت ختمېږي او یو ځل بیا غير يقیني حالات جوړېږي نو د دوی خو ان د ای اېم اېف په پیسو هم کار نه کېږي او نورې پیسې غواړي او نګران حکومت خو له چا پیسې هم نه شي غوښتلای."

د پنجاب په ضمني ټاکنو کې تر ماتې خوړلو وروسته اوس د ټولو نظر په لاهور کې د جولای پر ۱۹مه نېټه د شهباز شريف په مشرۍ د هغه د اتحادي حکومتونو د غونډې پر لور دی چې پکې پر رامنځ ته شويو نويو سياسي حقيقتونو بحث کېږي.

ځينو وفاقي وزیرانو له رسنيو سره په خبرو کې وار له مخه داسې اشارې ورکړې چې ښايي اتحادي حکومت نوې ټاکنې اعلان نه کړي بلکې تر ۲۰۲۳ز کال پورې خپل حکومت ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG